اتريش هنګري
په منځنۍ اروپا کې د ۱۸۶۷ او ۱۹۱۸ کلونو په اوږدو کې يوه سترواکي / From Wikipedia, the free encyclopedia
اطریش -هنګري Austria-Hungary چې ډیری وخت د اطریش -هنګري سترواکۍ یا دوه ګوني سلطنت په نامه یادېده یو مشروطه سلطنت او د ۱۸۶۷ او ۱۹۱۸ زیږدیز کلونو تر منځ یو زبرځواک وه. دا سلطنت آسترو پروشن Austro-Prussian تر جګړې وروسته په ۱۸۶۷ زیږدیز کال کې د اطریش او هنګری د جوړجاړي په ترڅ کې جوړ شو او په لومړۍ نړیوالې جګړې کې ترماتې وروسته ډیر ژر له منځه لاړ. [2][3]
پلازمېنه |
---|
عمومي معلومات |
پخوانی هېواد (۱۸۶۷ – ۱۹۱۸) خپلواک هېواد (۱۸۶۷ – ۱۹۱۸) سترواکي (۱۸۶۷ – ۱۹۱۸) رېښتينې ټولنه (۱۸۶۷ – ۱۹۱۸) هېواد (۱۸۶۷ – ۱۹۱۸) |
---|---|
د وګړو شمېر |
۵۲٬۸۰۰٬۰۰۰ — ۳۹٬۳۸۶٬۹۳۴[1] — ۵۱٬۳۵۶٬۴۶۵ |
رسمي ژبه | |
د سيمې اصلي ژبې | |
وګړنوم |
osztrák–magyar — österreichisch-ungarisch — austro-ungarico — austro-ungarica — অস্ট্রো-হাঙ্গেরীয় — австро-венгр — austro-ungarico — austro-ungarica — austro-ungarici — austro-ungariche — austrohúngaro — austrohúngara — аустроугарски — аустроугарска — австроунгарски — австроунгарска — австроунгарско — утриш-маҷор — утриш-маҷориҳо — austro-úngaru — austro-úngara — Austro-Hungarian |
غړی د | |
دین | |
ځایناستی د | |
ځایناستی |
د ړنګېدو وخت |
---|
د ځای کچه |
---|
برخې | |
---|---|
برخه د |
کورډينېشن |
---|
اطریش -هنګري د هابسبرګ د مجلس House of Habsburg له خوا اداره کېده او د هابسبرګ په سلطنت کې یې د مشروطه تحول وروستی پړوا جوړ کړ. دا یو ګڼ ملیتي دولت وه او په هغه وخت کې د اروپا له عمده ځواکونو بلل کیده. اطريش -هنګري د جغرافیې له اړخه د روسیې له سترواکۍ وروسته په اروپا کې دویم لوی هېواد وه چې ۶۲۱،۵۳۸ کیلومتر مربع ( ۲۳۹،۹۷۷ ماېل مربع) پراخوالی یې درلوده او د روسیې او جرمني سترواکۍ څخه وروسته درېیم د ډیرو وګړو لرونکی هېواد وه. دا سترواکي له امریکا، جرمني او برتانیا څخه وروسته د ماشین آلاتو د جوړولو څلورم ستر هېواد وه. اطریش - هنګري له امریکا او جرمني سترواکۍ وروسته د کورد برېښنایي لوازمو، د کار د برېښنایي سامان آلاتو او د برېښنا د تولید د ستګاوو لپاره د پرزو جوړولو او صادرولو څلورم سترهېواد شو. [4][5][6]
د دې هېواد د جوړښت هسته هغه دوه ګونی سلطنت وه چې د سیسلیتانیا Cisleithania یا د اطریش د پخوانۍ سترواکۍ له شمالي او لویدیځو برخو او د هنګري د شاهي حکومت له رښتیني اتحاد څخه رامنځته شوی وه. د ۱۸۶۷ له سمونونو وروسته اطریش او هنګري په ځواک کې سره یوشان دولتونه وه. دې دواړو دولتونو ګډې بهرنۍ، دفاعي اومالي پالیسۍ پر مخ بیولې خونور ټول حکومتي واکونه د اړونده دولتونو ترمنځ وېشل شوي وه. د یاد اتحاد درېمه برخه دکروشیا- سلاوانیا Kingdom of Croatia-Slavonia شاهي دولت وه. دا د هنګري سلطنت تر واک لاندې خپلواکه سیمه وه چې په ۱۸۶۸ زیږدیز کال کې د کروشیا اوهنگري ترمنځ ترهوکړې وروسته رامنځته شو. له ۱۸۷۸ زیږدیز کال وروسته بوسنیا او هرزه ګونیا د اطریش او هنګري تر ګډ نظامي او ملکي واک لاندې راغلل او ۱۹۰۸ زیږدیز کال کې په بشپړه توګه د اطریش او هنګري یوه برخه شوه چې د نورو ځواکونو ترمنځ د کړکیچ لامل شو. [7][8]
په لومړۍ نړېواله جګړه کې اطریش -هنګري یو له مرکزي ځواکونو څخه و چې د ۱۹۱۴ زیږدیز کال د جولای په ۲۸ یې د صربیا شاهي دولت ته د جنګ اعلان وکړ. دا شاهي دولت د نظامي چارواکو له خوا د ویلاګیستي Villa Giusti د اوربند له لاسلیکولو نیټې د ۱۹۱۸ زیږدیز کال نومبر ۳ څخه دمخه په عملي توګه منحل شو. د هنګري له شاهي حکومت او لومړي اطریش جمهوریت سره د قانوني ځای ناستو په توګه چلند وشواو د سترواکۍ د لویدیځو او سویلي سلواکیانو، چکسلواکیا جمهوریت، د پولند جمهوریت د یوګوسلاویا د شاهي دولت خپلواکي په ترتیب سره او د ځمکني تمامیت په اړوند د رومانیا د شاهی دولت او د ايټالیا د شاهي دولت غوښتنې د سوبمنو ځواکونو له خوا په رسمیت وپېژندل شوې.