جان سي. کالهون
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان کالډویل کالهون ( د ۱۷۸۲ ز کال د مارچ له ۱۸مې نه د ۱۸۵۰ ز کال د مارچ تر ۳۱ مې پورې) د سویلي کرولاینا یو امریکایی سیاستوال او سیاسي پوه و چې د ۱۸۲۵ ز کال نه تر ۱۸۳۲ ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د اووم مرستیال ولسمشر په ګډون، ډېرې نورې بنستيزې دندې پر مخ یووړې. نوموړي په کلکه د غلامۍ دفاع کوله او د سپین پوست-مېشته سوېل د ګټو خوندیتوب ته یې کار کاوه. نوموړي د یوه ملتپال، عصري غوښتونکي او د پیاوړي ولسي حکومت او له سوداګرۍ نه د ملاتړ کوونکو تعرفو د پلوي په توګه خپل سیاسي ژوند پیل کړ. د نوموړي نظریات د ۱۸۲۰ ز کلونو لسیزې په وروستیو کې په بنسټیز ډول بدل شول او د یالتي حقونو، محدود حکومت، د ایالتونو له خوا د فدارالي قوانیونو د لغوې د صلاحیت مخکښ پلوی او د لوړو تعرفو مخالف شو. نوموړي د شمال له خوا د دې سیاستونو منل، په اتحادیه کې د سوېل د پاتې کېدو د شرط په توګه لیدل. د هغه لیدلوري او ګواښونو د ۱۸۶۰ – ۱۸۶۱ ز کلونو په اوږدو کې له اتحادیې نه د سوېل په جلا کېدو باندې پراخ اغېز درلود. [1]
جان سي. کالهون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | نری رنځ |
استوګنځای | سویلي کارولینا |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
طبی کیفیت | نری رنځ |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
کالهون خپل سیاسي ژوند په ۱۸۱۰ ز کال کې د استازو مجلس ته په ټاکلو سره پیل کړ. کالهون د ۱۸۱۲ ز کال له جګړې نه د جګړې غوښتونکې ډلې د مخکښ مشر په توګه په کلکه ملاتړ وکړ. نوموړي د ولسمشر جېمز مونرو تر مشرۍ لاندې د جګړې وزیر و او په دې دنده کې یې د جګړې وزات بېرته تنظیم او عصري کړ. د ۱۸۲۴ ز کال په ټاکنو کې کالهون د ولسمشرۍ چوکۍ ته نوماند و، خو وروسته له هغه چې د ملاتړ په ترلاسه کولو کې پاتې راغی، هوکړه یې وکړه چې د مرستیال ولسمشر په توګه ډګر ته راشي. ټاکنیز کالج په غوڅ اکثریت سره کالهون د مرستیال ولسمشر په توګه وټاکه. نوموړي د جان کوینسي آدمز تر مشرۍ لاندې دنده ترسره کړه چې د انډریو جیکسن تر مشرۍ لاندې، چې د ۱۸۲۸ ز کال په ټاکنو کې یې اډمز مات کړ، دندې ته دوام ورکړ.
کالهون له جکسن سره، په ځانګړې توګه د ایالتونو له خوا د فدارالي قوانیونو د لغوې د صلاحیت د ناورین او د پیتیکوټ رسوایي له امله ترینګلې اړیکې درلودې. کالهون د خپل پخواني ملتپاله لیدلوري پرخلاف په کلکه د فدرالي تعرفو د قانون په لغوه کېدو کې د سوېلي کرولاینا د حق ملاتړ وکړ، ځکه چې هغه په دې باور و چې دا قانون په غیرعادلانه توګه د شمال په ګټه دی، چې نوموړی یې د جکسن په څېر د اتحاد غوښتونکو سره په شخړه کې ښکېل کړ. په ۱۸۳۲ ز کال کې د دویمې دورې یوازې څو میاشتې مخکې کالهون د مرستیال ولسمشر له چوکۍ نه استعفا ورکړه او سنا ته ولاړ. په ۱۸۴۴ ز کال کې نوموړي د ډېموکراتانو په استازیتوب د ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ غوښتنه وکړه، خو حیرانووکي نوماند جېمز ناکس پولک عمومي ټاکنې وګټلې او د هغه له خوا یې ماتې وخوړه. د ۱۸۴۴ ز کال نه تر ۱۸۴۵ ز کال پورې کالهون د ولسمشر جان ټیلر تر مشرۍ لاندې د بهرنیو چارو په برخه کې کار کاوه او په دې دنده کې نوموړي د غلام د مالکانو ځواک د پراختیا لپاره د د تګزاس د الحاق نه یوې وسیلې په توګه ملاتړ وکړ او له بریتانیا سره یې د اوریګون د پولې د شخړې په حل کې مرسته وکړه. کالهون سنا ته راستون شو، چې په دې ځای کې هغه په ۱۸۵۰ ز کال کې تر خپلې مړینې وړاندې د مکسیکو-امریکا جګړې، د ویلموت پرویسو وړاندیز او د ۱۸۵۹ ز کال د جوړجاړي مخالفت وکړ. نوموړي زیاتره د یو بالقوه خپلواک په توګه کار کاوه، چې د اړتیا سره سم په بېلابېلو تګلارو د ډیموکراتانو او ویګز سره یوځای کېده.
کالهون په خپل وروسته ژوند کې، د سوېلي سپین پوستو د لیدلوري او کړنو د سخت ملاتړ له امله د "بدلون نه منونکي څېرې" په توګه شهرت ترلاسه کړ. د نوموړي جمهوریت غوښتونکي مفهوم د غلامۍ په تائید او د لږه کیو ایالتونو، په ځانګړې هغه چې د سوېل له خوا را منځ ته شوي وو، په حقوقو ټینګار کاوه. هغه د سوېلي کرولاینا په فورټ هیل کې د لسګونو غلامانو مالک و. کالهون ټینګار وکړ چې: غلامي د "ضروري شر" پر ځای یو "مثبت خیر" دی چې هم د غلامانو او هم د مالکینو په ګټه دی. د اکثریت واکمنۍ په وړاندې د لږه کیو د حقونو د خوندیتوب لپاره نوموړي د موازي اکثریت غوښتنه وکړه، چې پرمټ یې لږه کیو ته حق ورکول کېده چې د آزادیو د محدودیت په حالت کې ځینې وړاندیزونه بند کړي. کالهون د دې موخې لپاره، د ایالتونو د حقونو او د ایالتونو له خوا د فدارالي قوانیونو د لغوې د صلاحیت نه ملاتړ وکړ، چې پر مټ یې ایالتونه کولای شو، هغه فدرالي قوانین باطل اعلان کړي چې د اساسي قانون سره په ټکر کې ولیدل کېدل. نوموړی د خپلو ملګرو، ډینیل ویبسټر او هینري کلی سره یوځای د کانګرس د مشرانو "لوی دریګوني" یا "فناه نه کېدونکي دریګوني" نه ګڼل کېدل. [2]