د بریتانیا جګړه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د بریتانیا جګړه چې د انګلستان لپاره د هوايي جګړې په نوم (په جرمني کې: die Luftschlacht um England) هم پېژندل کېږي د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال هغه پوځي عملیات و چې په کې بریتانوي سلطنتي هوايي ځواک (RAF) او د شاهي سمندري ځواک هوايي څانګې (FAA) د نازي جرمني د هوايي ځواکونو یا لوفت وافه (Luftwaffe) د پراخو بریدونو پر وړاندې د بریتانیا څخه دفاع وکړه. دغه عملیات د لومړنیو هغو لویو پوځي عملیاتو په توګه چې په بشپړه توګه د هوايي ځواکونو له خوا ترسره شوي توصیف کېږي. بریتانیا په رسمي ډول د دغې دورې موده د ۱۹۴۰ زکال د جولای له ۱۰ مې نېټې څخه د اکټوبر تر ۳۱ مې نېټې پورې ښوولې چې په کې د هغو پراخو شپنیو عملیاتو یوه برخه هم شاملېږي چې د بلیتس په نامه پېژندل کېږي او د ۱۹۴۰ زکال د سپټمبر له ۷ مې نېټې څخه یې د ۱۹۴۱ زکال د مۍ تر ۱۱مې نېټې پورې دوام درلود. جرمني تاریخ پوهان بیا دغه ویش نه مني او دغه جګړه د بلیتس عملیاتو په ګډون د ۱۹۴۰ زکال له جولای میاشتې څخه د ۱۹۴۱ زکال تر مۍ میاشتې پورې د واحدو عملیاتو په توګه په پام کې نیسي. [1][2][3]
د بریتانیا جګړه | |
---|---|
برخه د | دويمه نړېواله جګړه |
هېواد | برېتانيا |
ځای | برېتانيا |
کوارډينېټي موقعيت | ۵۴°۰′۰″N ۲°۰′۰″W |
پېښېدو نېټه | ۱يو جنوري ۱۹۴۰ |
پيل نېټه | ۱۰يو جولای ۱۹۴۰ |
پای نېټه | ۳۱يو اکتوبر ۱۹۴۰ |
ګډونوال | برېتانيا، نازي جرمني، کاناډا، آسټراليا، د اېټاليا سلطنت |
Target | انګلېنډ، English Channel |
له دغې جګړې څخه د جرمني ځواکونو لومړنۍ موخه دا وه چې بریتانویان اړ کړي څو د خبرو اترو پر بنسټ د سولې یوې هوکړې ته غاړه کېږدي. د ۱۹۴۰ زکال په جولای میاشت کې هوايي او سمندري محاصره پیل شوه او لوفت وافه یا د جرمني هوايي ځواک تر ډېره پورې د سواحلو په غاړه د بېړیو قطارونه او همدارنګه د بېړۍ چلونې بنادر او مراکز لکه پورتموث په نښه کړل. د اګست په لومړۍ نېټه د جرمني هوايي ځواک په بریتانوي سلطنتي ځواک باندې د برلاسي کېدو لپاره د سلطنتي هوايي ځواک د قوماندانۍ د کمزوري کولو په موخه حرکت وکړ؛ ۱۲ ورځې وروسته یې خپل بریدونه د یاد هوايي ځواک په هوايي ډګرونو او زیربناو متمرکز کړل. د جګړې په پراختیا سره لوفت وافه د الوتکو د تولید کارخونې او همدارنګه یې د هغو ستراتیژیکې زیربناوې هم په نښه کړې. بالاخره دوی په سیاسي اهمیت لرونکو برخو او همدارنګه پر ملکي وګړو باندې په وېرونکې بم غورځونې پیل وکړ. [4]
جرمنانو په ډېرې چټکتیا سره فرانسه او تر هغو لاندې هېوادونه (بلجیم، هالنډ او لوکزامبورګ) تر خپلې ولکې لاندې راوړي و او بریتانیا هم د هغوی د سمندري برید تر ګواښ لاندې وه. د جرمني اعلی سرقومانداني د سمندري برید لوژستیکي ستونزې موندلې وې، په ځانګړې توګه دا چې سلطنتي ځواک د مانش کانال او شمالی سمندرګی واک په لاس کې لري. د جولای په ۱۶ مه هیټلر د سمندري زمري په نامه د بالقوه، ځمکنیو، سمندري او هوايي عملیاتو لپاره د چمتوالي امر ورکړ؛ څو په مانش کانال باندې د لوفت وافه د برلاسه کېدو وروسته یې تعقیب کړي. په سپټمبر میاشت کې د سلطنتي هوايي ځواک د بم غورځونکې قوماندانۍ شپنیو عملیاتو؛ د جګړې لپاره د جرمني انتقالات اخلال کړل او په سلطنتي هوايي ځواک باندې د جرمني هوايي ځواک د برلاسي کېدو ماتې هیټلر اړ کړ څو د سمندري زمري عملیات تعلیق او بالاخره لغو کړي. لوفت وافه ومنله چې نه شي کولای د ورځې پر مهال بریدونه وکړي خو شپنیو عملیاتو یې چې د بلیتس په نامه یادېدل دوام درلود. [5][6]
تاریخ لیکونکی سټیفن بنګای څرګندوي چې اوربند (یا حتی بشپړۍ تسلیمۍ ته) د اړ کولو په موخه د بریتانوي هوايي دفاع په له منځه وړو کې د جرمني ماته په دویمه نړیواله جګړه کې د جرمني تر ټولو لویه لومړنۍ ماته او د جګړې په لوري کې حیاتي بدلون و. د بریتانیا د جګړې نوم د عوامو جرګې ته د جون په ۱۸ مه نېټه د لومړي وزیر وینسټون چرچیل له وینا څخه واخیستل شو: «هغه چې جنرال ویګاند د فرانسې جګړه بلله هغه پای ته ورسېده، زه تمه لرم چې د بریتانیا جګړه به پیل شي». [7][8]