هوريس ګريلي
From Wikipedia, the free encyclopedia
هوريس ګريلي (۳ فبروري ۱۸۱۱ ز کال – ۲۹ نومبر، ۱۸۷۲ ز کال) یو امریکايي تبعه د ورځپاڼې مدير او خپرونکی و، نوموړی د «نيويارک ټريبيون» بنسټګر او مسئول مدير و. هغه چې د اوږدې مودې لپاره په سیاست کې هم فعال و، د لنډې مودې لپاره يې له نيويارک څخه د کانګريس د غړي په توګه کار وکړ او د ۱۸۷۲ز کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د نوی لیبرال ریپبلیکن ګوند ناکام نوماند و چې د اوسني ولسمشر يولیس ايس ګرانټ په وړاندې يې په پراخه کچه وګټله.
هوريس ګريلي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | نيويارک |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | خبريالي [1]، سياست [1] |
لاسليک | |
سمول |
ګريلي د نیو هامپشاير په «ايمهريسټ» کې په يوه بې وزله کورنۍ کې زېږېدلی و. هغه په «ورمونټ» کې په یوه چاپخانه کې کار وکړ او په ۱۸۳۱ز کال کې نيويارک ښار ته د خپلې نېکمرغۍ په لټون کې ولاړ. هغه د ګڼو خپرونو لپاره لیکنې وکړې، يا يې هلته د مصحح په توګه کار وکړ او خپله د «وای» ګوند په سياست کې ښکېل شو، د «ولیام هينري هاريسن» د ۱۸۴۰ز کال په برياليو ولسمشمريزو سيالیو کې يې د پام وړ برخه واخسته. يو کال وروسته، هغه د ټريبيون بنسټ کېښود، کومه ورځپاڼه چې په ټول هېواد کې زياته چاپېدونکې ورځپاڼه وګرځېده او اونيزې نسخې به يې د پوسته خانې له لارې استول کېدې. د ډېرو نورو مسائلو تر څنګ، هغه د امريکايي زوړ لويديځ په ابادۍ ټينګار کاوه، کوم ته چې هغه د ځوانانو او وزګارو خلکو لپاره د فرصت د ځمکې په سترګه کتل. هغه دې شعار ته شهرت ورکړ چې «ځوانانو لويديځ ته ولاړ شي او له هېواد سره ستر شئ». هغه په بې پايانه ډول د «يوټوپيايي» اصلاحاتو د ترويج لپاره کار وکړ، لکه ټولنپالنه، د سبزۍ خوراک پلوي، کرنپالنه، ښځمنپالنه او اعتدال، په ورته وخت کې يې ټولې هغه غوره وړتياوې تر لاسه کړې چې کولای يې شول ويې مومي.
له «ويليام ايچ. سيوارډ» او «ترلو ويډ» سره د «ګريلي» د يووالي له امله، هغه د استازو په جرګه کې د درې مياشتو لپاره خدمات وړاندې کړل، چېرته چې هغه په خپله ورځپاڼه کې د کانګريس په اړوند د څېړنو له امله ډېر خلک په غوصه کړل. په ۱۸۵۴ز کال کې، هغه د جمهوريت غوښتونکي ګوند په بنسټ کې مرسته وکړه، او شونې ده چې نوم هم ورته هغه غوره کړی وي. په ټول هېواد کې جمهوري غوښتونکو ورځپاڼو په منظم ډول د هغه سرمقالې بيا چاپولې. د کورنۍ جګړې پر مهال، هغه تر ډېره بريده د «ابراهام لينکن» ملاتړ کاوه، په داسې حال کې چې هغه ولسمشر وهڅولو، څو مخکې تر دې د مريتوب د ختمولو ژمنه وکړي چې «لینکن» د دې کار لپاره خپل چمتوالی وښيي. د لینکن له وژل کېدو وروسته، هغه د ولسمشر «اينډريو جانسن» په مخالفت کې د سخت دريځو جمهوري غوښتونکو ملاتړ وکړ. هغه د فساد له امله د سخت دريځ او جمهوري غوښتونکي ولسمشر «يوليس ګرانټ» ملګرتيا خوشې کړه او «ګريلي» باور درلود چې اوس د بيا ابادونې د تګلارو لپاره اړتيا نه ده پاتې.
ګريلي په ۱۸۷۲ز کال کې د نوي ليبرال جمهوري غوښتونکي ګوند د مشرۍ لپاره نوماند و. سره له دې چې د ډيموکراتيک ګوند له اضافي ملاتړ څخه برخمن و، بیا هم هغه په غوڅ اکثريت سره ټاکنې وبايللې. له ټاکنو پنځه ورځې مخکې د مېرمنې د مړينې له امله هغه مات شوی و او د مېرمنې له مړينې یوه مياشت وروسته، د ټاکنيزې مجمع له غونډې مخکې خپله ومړ.