چڼاس
From Wikipedia, the free encyclopedia
چڼاس (په لاتين: Fungi) چې د قارچونو،پنجیانو په نومونو سره هم یادیږي تر دې مهاله تر سل زره زیاتې نوعې Species پیژندل شوي دي چې تقریباً د نړۍ په ټولو برخو کښې ژوند کوي. زیات شمیریې په وچ چاپیریال کښې يواځې ځولومړني (ابتدايي) ډولونه یې په اوبو کښې ژوند کوي. هغه پوهه چی فنگوسونه تر ځیړنی لاندی نیسی د مایکولوژی په نامه سره یادیږی. چڼاس پگمنټ او کلوروفیل نلري. ډیرۍ یې د سپروپیت Saprophyte په شکل د عضوي موادو اویا په د مړو جسدونو د پاسه ژوند کوي، یوشمیریې د پرازیت په شکل د تیارشویو غذايي موادو چې ژوندي موجودات یې د ځان لپاره چمتوکوي، ژوند کوي. د 500 په شاه وخواکښې د چڼاس نوعې د انسانانو ناروغۍ منځ ته راوړي،په همدومره شمیره په حیواناتو کښې بیلا بیلې ناروغۍ منځ ته راوړي چې زیاتره یې د پوټکي ناروغۍ دي. له اتو زرو 8000 څخه زیاتې د چڼاسو نوعې په نباتاتو کښې بیلابیلې ناروغۍ منځ ته راوړي. هر پرازیتي فنگس کولای شي ځو ډوله نباتات تر خپلې حملې لاندې ونیسي. ددې چڼاسو له ډلې څخه ځینې اجباری پرازیتونه Obligate Parasites او ځینې یې اختیاري پرازیتونه Facultative parasite دي. هغه فگسونه چې د عضوي موادو په تجزیه کښې رول لري د حیاتي اهمیت لرونکي گڼل کیږي. همدارنگه د غذا په جوړولو لکه پنیر، ډوډۍ د تخمر عملیه کښې هم حیاتی رول لري. د انتي بیوتیکونو Antibiotics په برابرولو کښې هم ستر اهمیت لري، همدارنگه د لرگیو او د نساجۍ د الیافو د خرابیدو سبب کیږي چې د بشر اقتصاد ته نه جبرانیدونکی زیان اړوي. له بلې خوا چڼاس د نباتاتو د زیات شمیر بلابیلو ناروغۍ سبب کیږي، د نباتاتو حاصل راټیټوي ځینې وختونه د غذایي موادو د کاختۍ سبب کیږي.