کاترین الیس مککینون
From Wikipedia, the free encyclopedia
کاترین الیس مککینون (په انګلیسي: Catharine Alice MacKinnon؛ پیدایښت: ۲-اکټوبر-۱۹۴۶ز) یوه امریکایي راډیکاله فېمینیسته، حقوقې څېړونکې، فعاله او لیکواله ده. هغه د میشیګان پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې د الیزابېت لانګ پروفیسوره ده، چې له ۱۹۹۰ز راهیسې هلته د دایمي استاد په توګه پاتې شوې او د هاروارډ په حقوقو پوهنځي کې د جېمز بار اېمز مېلمه پروفیسوره ده. له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ز پورې په نړیوالې جنایي محکمه کې د لوی څارنوال ځانګړې جنسیتي مشاوره وه.[2][3]
کاترین الیس مککینون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | سیاسي علوم ، جنسیتي مطالعات ، د جنسيت مساوات [1] |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون |
مؤثر | مارتا نسبام |
سمول |
مککینون د نړیوال حقوقو، اساسي قانون، سیاسي او حقوقي تیوريګانو او حقوقپوهنې د متخصصې په توګه، د جنسي تاوتریخوالي، جنسي تېری، فحشا، جنسي قاچاق او پورنوګرافي په څېر د ښځو پر حقوقو او جنسي ځورونې او زبېښاک باندې تمرکز لري. هغه لومړۍ فعاله وه چې استدلال یې وکړ، پورنوګرافي د مدني حقوقو نقض کول دي او جنسي ځورونه او تېری په تحصیلي او کاري چاپېریالونو کې د جنسي تبعیض معنی ورکوي. [4]
مککینون لسګونه کتابونو لیکلي دي، د ساري په ډول: د کارګرو ښځو جنسي ځورونه (۱۹۷۹ز)؛ نااصلاح شوی فېمینیزم (۱۹۸۷ز)، چې «په انګلیسي ژبه کې د یوه ستر مستند شوي کتاب په څېر» ارزول شوی دی؛ د دولت یوې فېمینیستي تیورۍ په لور (۱۹۸۹ز)؛ یوازې الفاظ (۱۹۹۳ز)؛ د قضایاوو یو کتاب، جنسي برابروالی (۲۰۰۱ او ۲۰۰۷ز)؛ د ښځینهوو ژوندون، د نارینهوو قوانین (۲۰۰۵ز)؛ د پتنګ سیاست (۲۰۱۷ز). [5][6]