کالوین کولیج
From Wikipedia, the free encyclopedia
کالوین کولیج (د ۱۸۷۲ز کال جولای په ۴مه زېږېدلی او د ۱۹۳۳ز کال د جنوري په ۵مه مړ شوی) له ۱۹۲۳ز کال نه تر ۱۹۲۹ز کال پورې د متحده ایالاتو ۳۰م ولسمشر و. نوموړی د نوي انګلینډ اوسېدونکی او یو جمهوري غوښتونکی حقوقپوه و. کولیج په ورمونټ کې زېږېدلی و او د میساچوسټس والي په توګه یې هم دنده تر سره کړې وه. د ۱۹۱۹ز کال د بوسټن پولیسو د اعتصاب پر وړاندې د کالوین ځواب هغه ته د «قاطع عمل سړي» په توګه شهرت ورکړ، چې بل کال هغه د متحده ایالاتو ۲۹م مرستیال ولسمشر او په ۱۹۲۳ز کال کې د وارن جی هارډینګ له ناڅاپي مړینې وروسته ولسمشرۍ ته بریالی شو. کالوین د یو کوچني حکومتي محافظه کار او یو داسې کس په توګه چې ډېر لږ غږېده او ډېر لږ خوش طبعي یې درلوده، د ارام کالوین «Silent Cal » لقب ګټلی و. هغه غوره وګڼله، چې د ۱۹۲۸ز کال ټاکنو کې بیا ځان نوماند نه کړي او ویل به یې، چې د ولسمشر په توګه لس کاله « د نورو ولسمشرانو په پرتله ډېره اوږده موده وه - ډيره اوږده!»[1][2][3]
کالوین کولیج | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | |||||||
استوګنځای | ماساچوست | ||||||
تابعیت | د امریکا متحده ایالات | ||||||
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) | ||||||
واک | |||||||
د متحده ایالاتو ولسمشر (30 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲ اگسټ ۱۹۲۳ – ۴ مارچ ۱۹۲۹ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
تعلیم | Amherst پوهنتون | ||||||
کار/مسلک | |||||||
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | |||||||
لاسليک | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
کولیج د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې له مالي محافظه کارۍ او د ښځو د ووټ اچونې له حقونو نه ټینګ ملاتړ وکړ. نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په موده کې د پخوانۍ ادارې له ګڼو رسواییو وروسته په سپینه ماڼۍ د خلکو باور بېرته ترلاسه کړ. هغه د ۱۹۲۴ز کال د هند د تابعیت قانون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د متحده ایالاتو بومي وګړو ته د متحده ایالاتو تابعیت ورکړ او هېواد يې د چټکې او پراخې اقتصادي ودې پر مهال مدیریت کړ له همدې کبله د کالوین دوره له « زرینه شلیزې» په نوم یادېږي. هغه په داسې حال کې له خپلې دندې لاس په سر شو، چې د امریکایانو ترمنځ یې د پام وړ محبوبیت خپل کړی و.[4]
کولیج د څېړونکو له خوا د متحده ایالاتو د ولسمشرانو په ډلبندۍ کې له اوسط نه په ټیټه درجه کې شمېرل کېږي. هغه په متحده ایالاتو کې د توکمیز تاوتریخوالي د ډېریدو په لړ کې له نژادي برابري نه د کلک ملاتړ له امله په نړیواله کچه وستایل شو همدارنګه د کوچني حکومتونو او د نه مداخلي اقتصادونو ملاتړ کونکو له خوا هم خورا وستایل شو. د هغه منتقدین استدلال کوي، چې هغه له اقتصادي ودې نه د مبارزو بزګرانو او کارګرانو سره د مرستې لپاره چې د هېواد په کمزورو صنعتونو کې په کار بوخت و، ګټه پورته نه کړه او پاتې راغی. د تاریخپوهانو تر منځ لاهم په دې اړه ډېر بحثونه شته، چې د کولیج اقتصادي تګلارو د اقتصادي ناورین په رامنځته کېدو کې څومره مرسته کړې، خو دا د خلکو او د هغه د بنسټ له لوري په پراخه کچه منل شوي، چې د کالوین ترادارې لاندې فډرالي سیسټم تر یوې اندازې پورې د ۱۹۲۹ز کال د ونډو د مارکيټ (وال سټریټ ژورنال) د پېښې، چې د هغه د واک له پرېښودو نه سمدستي وروسته رامنځ ته شو مسؤل و، چې دا د امریکا د ستر اقتصادي ناورین د پیل نښه وه.[5][6]