آصف علي زرداري
From Wikipedia, the free encyclopedia
اصف علي زرداري (په اوردو ژبه: آصف علی زرداری، په سېندي ژبه: آصف علي زرداري؛ د ۱۹۵۵ کال د جولای په ۲۶مه زېږېدلی) یو پاکستانی سیاستوال دی چې د پاکستان د خلکو ګوند د پارلمان رئیس او د پاکستان د خلکو ګوند مرستیال و. هغه له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د پاکستان د یوولسم ولسمشر په توګه خدمت وکړ او لومړنۍ ولسمشر چې د یاد هېواد تر خپلواکۍ اخیستلو وروسته زېږېدلی. هغه د بېنظیر بوټو کونډ دی چې دوه ځله د پاکستان د لومړۍ وزېرې په توګه ټاکل شوې. نوموړی د ۲۰۱۸ کال له اګست راهیسي د پاکستان د ملي اسامبلۍ غړی دی.
آصف علي زرداري | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۶ جولای ۱۹۵۵[1][2] نواب شاه |
تابعیت | پاکستان |
ګوند | د پاکستان د خلګو ګوند |
ښځه | بېنظیر بوټو |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | اوردو ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
الزام | |
الزامات | د پیسو وینځل ( في: ۱۹۹۰) |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
زرداري د سېندي مځکوال حکیم علي زرداري زوی دی، زرداري په ۱۹۸۷ کال کې له بېنظیر بوټو سره تر واده وروسته شهرت ترلاسه کړ، بوټو د پاکستان د ۱۹۸۸ کال په ملي ټاکنو کې د پاکستان لومړۍ وزیره وټاکل شوه. کله چې په ۱۹۹۰ کال کې د بوټو دولت د ولسمشر غلام اسحاق خان لهخوا ړنګ شو، زرداري د اداري فساد په هغه قضیو کې د لاس لرلو په تور چې د واک د نسکورېدو لامل شوې له پراخو نیوکو سره مخ شو. کله چې په ۱۹۹۳ کال کې بوټو د دویم ځل لپاره وټاکل شوه زرداري د فېدرال د پانګونې وزیر او د پاکستان د چاپېریال ساتنې شورا د رئیس په توګه خدمت وکړ. د بوټو د ورور مرتضی او زرداري تر منځ د کړکېچونو په دوام مرتضی د ۱۹۹۶ کال د سېپټامبر په ۲۰مه په کراچۍ کې پولیسو وواژه. د بوټو دولت یوه میاشت وروسته د ولسمشر فاروق لغاري لهخوا په داسې حال کې ړنګ شو چې زرداري د مرتضی د وژنې او اداري فساد په تورونو تورن او ونیول شو. [3][4][5][6][7][8]
که څه هم هغه په بند کې و، خو په ۱۹۹۰ کال کې يې ملي اسامبلۍ ته او په ۱۹۹۷ کې يې سنا ته تر ټاکل کېدو وروسته په پارلمان کې په نامه خدمت وکړ. هغه په ۲۰۰۴ کال کې له بند څخه ازاد شو او پهخپله خوښه يې په دوبۍ کې جلا وطني غوره کړه او د ۲۰۰۷ کال د ډېسمبر په ۲۷مه کله چې بوټو ترور شوه بېرته راستون شو. هغه د پاکستان د خلکو ګوند (PPP) د نوي مرستیال رئیس په توګه د ۲۰۰۸ کال په عمومي ټاکنو کې خپل ګوند بریا ته ورساوه. هغه د داسې پيوستون مشري پر غاړه لرله چې د ۲۰۰۸ کال د سېپټمبر په ۶مه يې پوځي واکمن پرويز مشرف استعفا ته اړ کړ او خپله ولسمشر وټاکل شو. هغه په همهغه کال کې له ټولو جنايي تورونو څخه برات ترلاسه کړ. کله چې NAB (د احتساب ملي دفتر) د اصف علي زرداري د پلار حکم علي زرداري د نیولو نیت درلود، هغه مرافع وکیل ایجاز حسین بطالوي ته مراجعه وکړه تر څو د NAB د قضايي تعقیب پر وړاندې د هغه د مدافع وکیل په توګه ښکېل شي او ښاغلي بطالوي په موسکا دې پوښتنې ته چمتو شو چې که هغه له خپلې نګور (بېنظیر بوټو) څخه اجازه واخلي او هغه هېڅکله بېرته راستون نه شو، دا خبره د بطالوي د میراث لاروي مدافع اخترعلي کوروشي افشا کړه. [9][10]
زرداري د ولسمشر په توګه په ۲۰۱۱ کال کې د ریمونډ الن ډیوس (د متحده ایالاتو پخوانی پوځي سرتېری، ژباړن) پېښې او د ناټو تر برید وروسته له متحده ایالاتو سره د عمومي مخالفت سره سره د افغانستان په جګړه کې د متحده ایالاتو کلک ملاتړ پاتې شو. زرداري په ۲۰۱۰ کال کې په کور دننه د ۱۸م تعدیل تصویب ترلاسه کړ چې د اساسي قانون له مخې يې د هغه ولسمشریز صلاحیتونه راکم کړل. د سترې محکمې د پرېکړې د بېرته اخیستلو لپاره د هغه هڅې د هغه د سیاسي سیال نواز شریف په مشرۍ د پراخو لاریونونو پر وړاندې له ماتې سره مخ شوې. رغېدلې سترې محکمې د خلکو ګوند منتخب لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني له دې امله ګوښه کړ چې په ۲۰۱۲ کې يې محکمې ته په سپکاوي د سویزرلنډ دولت ته د زرداري د اداري فساد قضیې د بیا پرانیستلو د لیک له استولو څخه ډده وکړه. د زرداري د واکمنۍ دوره په ۲۰۱۰ کال د عمومي سیلابونو د ناسم مدیریت او ترهګریزو تاوتریخوالو د زیاتوالي له امله له نیوکو سره مخ شوه. زرداري په ۲۰۱۳ کال کې په کویټه کې د هزارهګانو د بېلابېلو بمي بریدونو له امله په بلوچستان کې خپل ایالتي دولت ړنګ کړ.
زرداري د خپلې دورې په پای کې د خلکو د رضایت په ټولپوښتنه کې تر ټولو ټيټه درجه چې د ۱۱ او ۱۴سلنو تر منځ راتله ثبت کړه. د ۲۰۱۳ کال په عمومي ټاکنو کې د PPP تر شدیدې ماتې وروسته زرداري د هېواد لومړی منختب ولسمشر شو چې خپله د اساسي قانون دوره يې د ۲۰۱۳ کال د سېپټمبر په ۹مه بشپړه کړه. د هغه میراث هم له نفاق سره مل دی او سیاسي څارونکي د هغه دولت په فساد او د دوستانه روابطو پر بنسټ ګومارنو تورونوي. [11][12][13][14][15]