انور سادات
From Wikipedia, the free encyclopedia
محمد انور السادات (د ۱۹۱۸ کال د ډسمبر له ۲۵ – د ۱۹۸۱ کال د اکتوبر تر ۶) یو مصري سیاستوال او پوځي افسر و چې د ۱۹۷۰ کال د اکتوبر له ۱۵ څخه تر ۱۹۸۱ کال د اکتوبر تر ۶ د بنسټپالو پوځي افسرانو له لوري تر وژل کېدو پورې یې د مصر د دریم ولسمشر په توګه دنده پر مخ یوړه. سادات د ازادو افسرانو یو جګپوړی غړی و چې د ۱۹۵۲ کال د مصر په انقلاب کې یې پاچا فاروق له واکه لرې کړ او د ولسمشر جمال عبدالناصر باوري ملګری و، چې د هغه تر واک لاندې یې دوه ځله یې د مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه او په ۱۹۷۰ کال کې د ولسمشر په توګه بریالی شو. په ۱۹۷۸ کال کې سادات او د اسراییلو لومړي وزیر میناخېم بیګن د متحده ایالاتو له ولسمشر جیمي کارټر په مرسته د سولې تړون لاسلیک کړ چې پر بنسټ یې دوی د نوبل د سولې جایزې وړ وپېژندل شول.
انور سادات | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | قاهره |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم |
تابعیت | مصر (۱۹۷۱–۱۹۸۱) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | عربي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
مقام | مارشال |
جګړه/جګړې | د مصر ۱۹۵۲ کال انقلاب ، د شمالي یمن کورنۍ جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
نوموړي د ولسمشر په توګه په خپلو یوولسو کلونو په اوږدو کې د مصر لاره بدله کړه، د ناصر پلوه له ډېرو سیاسي او اقتصادي اصولو څخه څنګ ته شو چې څو-ګوندي نظام یې بېرته راپورته کړ او د انفتاح اقتصادي سیاست یې په لاره واچوه. نوموړي د ولسمشر په توګه د ۱۹۷۳ کال په یوم کیپور جنګ کې د مصر مشري وکړه ترڅو د مصر سینا ټاپووزمه بېرته ترلاسه کړي، چې اسراییلو د ۱۹۶۷ کال له شپږ ورځنۍ جګړې را په دې خوا اشغال کړې وه، چې دې کار هغه په مصر او د یو څه وخت لپاره په پراخه عربي نړۍ کې د یو اتل په بڼه را پورته کړ. هغه وروسته له اسراییلو سره په خبرو اترو کې ښکېل شو، چې د مصر – اسراییلو د سولې د تړون لامل شوې؛ دې د نوموړي او میناخیم لپاره د نوبل د سولې جایزه وګټله، چې سادات لومړی مسلمان نوبل جایزه ګټونکی شو. که څه هم د دې تړون په اړه غبرګون - چې په پایله کې سینای بېرته له مصر سره یوځای شوه - په عمومي ډول د مصریانو ترمنځ د خوښې وړ و، خو د دې د هېواد اخوان المسلمین او کیڼ اړخو له خوا رد شو او داسې احساس یې را منځ ته کړ چې سادات د فلسطیني دولت د یقیني کولو هڅې پرېښودې. د سوډان په استثنا، عربي نړۍ او د فلسطین د ازادۍ سازمان (PLO) د سادات د هڅو سره سخت مخالفت وکړ چې ګواکي له عربي دولتونو سره له مخکینۍ مشورې پرته یې له اسراییلو سره جلا سوله کړې ده. د فلسطین په ستونزه کې د دوی سره د پخلاینې څخه د نوموړي د انکار په پایله کې مصر له ۱۹۷۹ کال څخه تر ۱۹۸۹ کال پورې د عربي اتحاد څخه ویستل شو. همدارنګه د سولې تړون د هغو بنسټیزو لامونو څخه و د هغه د وژنې لامل شو. د ۱۹۸۱ کال د اکتوبر په شپږمه د اکتوبر د شپږمې په رسم ګذشت کې د خالد اسلامبولي په مشرۍ وسله والو په قاهره کې پر سادات د اتومات ټوپک ډزې وکړې او هغه یې وواژه. [1][2][3][4][5]