ایوو مورالس
From Wikipedia, the free encyclopedia
خوان ایوو مورالس ایما (زوکړه: د ۱۹۵۹ زکال د اکتوبر ۲۶ مه) بولیویايي سیاستوال، د کارګري اتحادیې تنظیم کوونکی او پخوانی کوکالر فعال دی چې له ۲۰۰۶ زکال څخه یې تر ۲۰۱۹ زکال پورې د بولیویا د ۶۵م ولسمشر په توګه خدمت کړی. په پراخه کچه نوموړی د دغه هېواد د بومي وګړو له منځه د لومړني ولسمشر په توګه پېژندل کېږي چې دولت یې د ترقي غوښتونکو کیڼ اړخونو سیاستونو په اجرا کولو، د بولیویا اکثریت بومي وګړو ته چې له ډېرې مودې راهیسې ګوښه کړای شوي و د قانوني حقونو په ورکړې او د هغوی د ژوندانه د ټولنیزو او اقتصادي شرایطو په لوړولو او همدارنګه د متحده ایالاتو او همدارنګه د منابعو استخراج کوونکو څو ملیتي شرکتونو د سیاسي نفوذ په راکم کولو تمرکز درلود. له ایډیالوژیک پلوه نوموړی یو سوسیالېست دی چې له ۱۹۹۸ زکال څخه د بولیویا د سوسیالیستي خوځښت مشري کوي.
ایوو مورالس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۲۶ اکتوبر ۱۹۵۹[1][2] |
تابعیت | بوليويا |
قد | 1.75 متر |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
مورالس چې د ایمارا کروندګرو په کورنۍ کې د اورینوکا کانتون په ایسلاوي کې وزېږېد، په ۱۹۷۸ زکال کې یې چاپار ایالت ته له کډه کولو وړاندې ابتدایي زده کړې وکړې او د عسکري جبري خدمت یې وکړ. د کوکا په ودې او د کارګري اتحادیې په غړیتوب سره هغه په کارګري اتحادیه کې، په کمپسینو «کلیوالي وګړي» شهرت وموند. دغه مهال نوموړي د متحده ایالاتو او بولیویا د هغو هڅو پر وړاندې تبلیغ کاوه چې د نشه یي توکو سره په جګړه کې یې کوکا بوټي هم له منځه وړل او دغه چاره یې د یو امپریالیستي تاوتریخوالي په توګه د یو بومي کلتور د له منځه وړو په توګه محکوم کوله. د دولتي اقداماتو پر ضد مستقیمو اعتراضاتو کې د ونډې له امله څو ځله ونیول شو. مورالس په ۱۹۹۵ زکال کې سیاست ته مخه کړه او په ۱۹۹۷ زکال کې یې د بولیویا ملي کانګرس ته لار ومونده. نوموړی په ۱۹۹۸ زکال کې د بولیویا د سوسیالیستي خوځښت مشر شو. هغه له پوپولیستي فصاحت څخه په کار اخیستو، د ځمکنیو اصلاحاتو او د ګازو د استخراج څخه د ترلاسه کېدونو پیسو د مساوي ویش په ګډون له هغو مسایلو څخه ملاتړ کاوه چې په بومي او بې وزله ټولنو یې مثبت اغېز درلود. د نوموړي لرلید د کوچابامبا د اوبو د جګړې او همدارنګه د ګازو پر سر د کړکیچ له امله، پراختیا ومونده. په ۲۰۰۲ زکال کې نوموړی د دولت ضد معترضینو د تشویق له امله له کانګرس وویستل شو، په داسې حال کې چې د همدغه کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې دویمې رایې خپلې کړې.
کله چې مورالس په ۲۰۰۵ زکال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو، د ټولنیزو لګښتونو د پیاوړتیا په موخه یې د هایدروکابن په صنعت باندې مالیات لوړ کړل او د بې سوادۍ، بې وزلۍ، نژادي او جنستیتي تبعیض سره د مبارزې په پروژو یې ټینګار وکړ. د مورالس دولت له نیولیبرالېزم څخه په ښکاره انتقاد وکړ، بولیویا یې د یو مختلط اقتصاد لوري ته سوق کړه، نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق (IMF) ته یې د دغه هېواد اړوندتیا را کمه کړه او پر اقتصادي ودې یې پیاوړی نظارت وکړ. نوموړي په خپل هېواد کې د متحده ایالاتو په نفوذ راکمولو سره، په پینک ټایډ ډله کې د لاتین امریکا له کیڼ اړخو هېوادونو په ځانګړې توګه د هوګوچاوېز تر مشرۍ لاندې ونزویلا او د فیډل کاسټرو تر مشرۍ لاندې کیوبا سره اړیکې پراخې کړې او د امریکا لویې وچې لپاره یې په بولیواري اتحاد کې د بولیویا غړیتوب لاسلیک کړ. د نوموړي دولت د بولیویا د ختیځو ایالتونو د خودمختارۍ له غوښتنو سره مخالفت وکړ، په ۲۰۰۸ زکال کې یې د خپلې واکمنۍ د دوام ورکولو په موخه ټول پوښتنه وکړه چې له مخې یې په واک کې پاتې کېدل تائید شول او همدارنګه یې نوی اساسي قانون جوړ کړ چې له مخې یې بولیویا د څو ملیتي هېواد په توګه معرفي کړ. نوموړی چې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ زکال کې بیاځلي ولسمشر وټاکل شو، په سویلي بانک، د لاتین امریکا د هېوادونو په ټولنه او کارائیبي دولتونو کې یې د بولیویا په شاملېدو نظارت وکړ، په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ د دورې د محدودیت لغو کولو لپاره هڅو یې محبوبیت راکم کړ. د ۲۰۱۹ زکال له جنجالي ټاکنو او له امله یې د رامنځته شوو ناکراریو له امله مورالس له واک څخه د استعفا کولو غوښتنه ومنله. له لنډ مهالي تبعید وروسته، نوموړی د ولسمشر لوئیس ارس له ټاکل کېدو وروسته بېرته هېواد ته راوګرځېد.
د مورالس ملاتړي نوموړي د بومي وګړو د حقونو اتل، امپریالېزم ضد او چاپېریال پالونکی په توګه ستايي او د هېواد پر اقتصادي ودې، د بې وزلۍ په راکمولو او له دې سربېره د ښوونځیو، روغتونونو او زیربنايي پروژو په اجرا کېدو باندې د هغه پام ته نغوته کوي. منتقدین یې بیا د هغه د واکمنۍ پر مهال له دیموکراتیکو چارو څخه په پرشا تګ نیوکې کوي او استدلال کوي چې د هغه سیاستونو ځینې مهال د چاپېریال ساتنې او بومي حقونو اړوند د هغه ادعاوې نه منعکس کولې او له کوکا څخه د هغه دفاع په غیرقانوني توګه د کوکائینو له تولید سره مرسته کوله.