بیسنته فوکس
From Wikipedia, the free encyclopedia
بیسنته فوکس کیسادا (زوکړه: د ۱۹۴۲ زکال د جولای ۲ مه) مکسیکويي سوداګر او سیاستوال و چې د ۲۰۰۰ زکال د ډسمبر له لومړۍ نېټې څخه یې د ۲۰۰۶ زکال د نومبر تر ۳۰مې نېټې پورې د مکسیکو د ۶۲م ولسمشر په توګه خدمت وکړ.
بیسنته فوکس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | مکسیکو ښار |
تابعیت | مکسيکو |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | هسپاني |
کاروونکي ژبه(ي) | |
کار ورکوونکی | د کولا کولا شرکت |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
فوکس چې د ښي اړخي پوپولیست په توګه فعالیت کاوه، د ۲۰۰۰ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې ځان د نېشنل اکشن ګوند (National Action Party) له لوري نوماند کړ او له ۱۹۲۹ زکال وروسته لومړنی ولسمشر و چې بنسټیز انقلابي ګوند (Institutional Revolutionary Party) ته اړوند نه و؛ نوموړی په ۱۹۱۱ زکال کې د فرانسېسکو آی مادېرو د ولسمشرۍ له مهاله اپوزیسیون ډلې ته اړوند لومړنی کس و چې ولسمشر وټاکل شو. فوکس د ۴۲ سلنه رایو په ګټلو سره ټاکنې وګټلې. [1][2][3][4][5]
د ولسمشر په توګه هغه نیولیبرال هغه اقتصادي سیاستونو ته دوام ورکړ چې د PRI ګوند ته اړوندو پخوانیو ولسمشرانو مخته وړل. د هغه د ولسمشرۍ لومړۍ نیمايي په فدرال دولت کې ښي اړخ ته د زیاتو بدلونونو، د متحده ایالاتو له ولسمشر جورج ډبلیو بوش سره د کلکو اړیکو رامنځته کولو، د درملو په ارزښت باندې د اضافه مالیاتو په لګولو کې د ناکامې هڅې، د تکسکوکو د هوايي ډګر په جوړولو کې د پاته راتلو او د کیوبا له رهبر فیډل کاسټرو سره د دیپلماتیکو اړیکو د ترینګلتیا شاهده وه. په ۲۰۰۱ زکال کې د بشري حقونو د مدافع وکیل دیګنا اوچوا وژنې د PRI د اقتدار پالونکې مخینې د له منځه وړو اړوند د فوکس ژمنې له پوښتنو سره مخ کړې. [6][7][8][9][10]
د ولسمشرۍ دویمه نیمايي یې بیا د مکسیکو سیټي له ښاروال آندرس مانوئل لوپز اوبراډور سره د شخړو له امله ځانګړې کېږي. د فوکس ګوند (PAN) او ادارې هڅه وکړه چې لوپز اوبراډو له خپلې څوکۍ ګوښه او د ۲۰۰۶ زکال په ټاکنو کې یې له ګډون مخه ونیسي؛ خو بریالي نه شول. د فوکس اداره د امریکا لویې وچې د آزادې سوداګریزې سیمې له جوړېدو څخه د ملاتړ له امله چې وینزویلا او بولیویا ورسره مخالفت کړی و له دغو دوه هېوادونو سره د دیپلماتیکو اړیکو په ترینګلتیا کې ښکېل شوه. نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په وروستي کال کې د ۲۰۰۶ زکال په جنجالي ټاکنو څارنه وکړه، هغه ټاکنې چې په کې د PAN ګوند نوماند فیلیپه کالدرون د خپل سیال لوپز اوبراډور پر وړاندې د ډېر لږ توپیر په لرلو بریالی شو؛ اوبراډور ادعا وکړه چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي د ټاکنو د پایلو له منلو یې انکار وکړ او په ټول هېواد کې یې د اعتراضاتو غوښتنه وکړه. په همدغه کال کې په اواخاکا کې مدنۍ نارامۍ، چېرې چې د ښوونکو اعتصاب په پراخو لاریونونو او له تاوتریخوالي ډکو نښتو واوښت او هغوی د والي اولیس رویز اورتیز د استعفا غوښتنه وکړه؛ ورته مهال په مسکیکو ایالت کې د سان سالواډور آتنکو اعتراضاتو دوام درلود چې وروسته بیا ایالتي اداره او فدرال دولت د بشري حقونو د امریکايي محکمې له خوا په تاوتریخوالي لرونکې توګه د اعتراض کوونکو په ځپلو کې مجرم وبلل شول. بل پلو فوکس د خپلې واکمنۍ پر مهال د اقتصادي ودې د ساتنې او همدارنګه له ۲۰۰۰ زکال څخه تر ۲۰۰۶ زکال پورې له ۴۳.۷٪ څخه ۳۵.۶٪ ته د بې وزلۍ د کچې د راکمولو اعتبار لري.[11][12][13][14][15][16][17][18][19]
د مکسیکو د ولسمشر په توګه له خدمت کولو وروسته، فوکس خپل ایالت ګواناهواتو ته ولاړ. نوموړي د بیسنته فوکس د څېړنیز مرکز، کتابتون او موزیم د پرانیست غونډې په مراسمو کې وینا وکړه. نوموړی اوس مهال د سینټرل دیموکرات انټرنشنل په نامه د مرکزي ښي اړخو سیاسي ګوندونو د نړیوال بنسټ یو له رهبرانو څخه دی. [20][21]
فوکس د ۲۰۱۲ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د PRI ګوند له نوماند، آنریکه پنیا نیتو څخه په ملاتړ په ۲۰۱۳ زکال کې PAN ګوند خوشی کړ. نوموړی د ۲۰۱۸ زکال په ټاکنو کې د PRI د نوماند خوزه آنتونیو مېډ ملاتړ وکړ. [22][23]