جان تورنر
د کاناډا وزیر (په ۱۹۸۴ کې) / From Wikipedia, the free encyclopedia
جان نېپير وېندام تورنر د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د CC (تر مېريت وروسته دویم ویاړلی نښان) ګټونکی اوQC (په شاهي نظام کې د محکمې په چارو کې د پاچا یا ملکې ځانګړی او ډېر تګړه سلاکار چې معمولاً حقوق پوه وي) د ۱۹۲۹ ز کال د جون په ۷ مه زېږېدلی او د ۲۰۲۰ ز کال د ډېسمبر په ۱۹ مه مړ شوی. یو کاناډايي حقوق پوه او سیاستوال چې د ۱۹۸۴ ز کال د جون له دېرشمې نېټې څخه د سپټمبر تر نولسمې نېټې پورې د کاناډا د ۱۷م لومړي وزیر په توګه خدمت کړی. هغه له ۱۹۸۴ ز کال څخه تر ۱۹۹۰ ز کال پورې د کانادا د لېبرال ګوند د مشراو د رسمي اپوزیسیون د مشر په توګه خدمت وکړ.
جان تورنر | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | ټورنټو | ||||||
تابعیت | کاناډا | ||||||
ګوند | د کاناډا لېبرال ګوند | ||||||
واک | |||||||
د کاناډا لومړی وزیر (17 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۳۰ جون ۱۹۸۴ – ۱۷ سپټمبر ۱۹۸۴ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه | ||||||
لاسليک | |||||||
سمول |
تورنر مخکې له دې چې د ۱۹۶۲ ز کال په فدرال ټاکنو کې د پارلمان د غړي په توګه وټاکل شي. هغه د لومړي وزیر پېیر ټوروډو (Pierre Trudeau) په کابینه کې له ۱۹۶۸ ز کال څخه تر ۱۹۷۲ ز کال پورې د عدلیې وزیر او لوی څارنوال په توګه او له ۱۹۷۲ ز کال څخه تر ۱۹۷۵ز کال پورې یې د مالیې د وزیر په توګه خدمت کاوه. تورنر د کابینې د وزیر په توګه د لېبرال ګوند د لېبرال سوداګرۍ چارو د مشر په توګه شهرت ترلاسه کړ. تورنر په ۱۹۷۵ ز کال کې د نړیوالې اقتصادي سوړبازارۍ(رکود) په بهیر کې او د نامنلي معاش او نرخونو د کنترول پر پلي کولو د مجبورتیا له وړاندېلید سره له خپل موقف څخه استعفا وکړه.
تورنر له ۱۹۷۵ ز کال څخه تر ۱۹۸۴ ز کال پورې له سیاست څخه لرې شو او د شرکتي وکیل په توګه یې د بې Bay)) په سړک کې کار پيل کړ. په ۱۹۸۴ ز کال کې د ټروډو استعفا د مشرتابه د ټاکنو لامل شوه چې تورنر په بریالیتوب سره په کې د سیالۍ ډګر ته راووت. تورنر یوازې ۷۹ ورځې د لومړي وزیر دنده پر غاړه لرله، ځکه هغه خپل عالی قومندان/ګورنر جنرال ته مشوره ورکړه چې تر تحلیف وروسته سملاسي پارلمان منحل کړي. هغه د ۱۹۸۴ ز کال په ټاکنو کې د پرمختللیو محافظه کارنو د ګوند غړي براین مولروني پر وړاندې ماته وخوړه او لېبرالیان یې له دویمې او په فدارل کچه د یوه واکمن ګوند په توګه (د چوکیو د شمېر په نسبت) له تر ټولې بدې ماتې سره مخامخ کړل. تورنر د ۶ نورو کلونو لپاره د لېبرال ګوند مشر پاتې شو او د اپوزسیون مشري يې وکړه. د ۱۹۸۸ ز کال په ټاکنو کې هغه له متحده ایالاتو سره د مولروني د ازاد تجارت له پرېکړه ليک سره کلکه مبارزه وکړه او لېبرالیان یې برابرې بیاځواکۍ ته ورسول. تورنر په ۱۹۹۰ ز کال کې د ګوند له مشرۍ څخه استعفا ورکړه او د ۱۹۹۳ ز کال په ټاکنو کې يې د بیاځلي ګډون هڅه ونهکړه.
تورنر تر مکېنزي باول / Mackenzie Bowell (۱۸۹۶ ز کال کې زېږېدلی) وروسته د کاناډا لومړنی، لومړی وزیر و چې په انګلستان کې نړۍ ته راغلی. تر چارلز ټاپر (Charles Tupper) وروسته، په کاناډا کې دویم لومړی وزیر دی چې واکمني يې لنډمهاله وه او د عمر د اوږدوالي له پلوه څلورم لومړی وزیر و چې تر ۹۱ کلنۍ پورې ژوندی و.