جان ګلن
امریکایي سیاستوال او فضانورد (۲۰۱۶-۱۹۲۱) / From Wikipedia, the free encyclopedia
جان هرشل ګلن جونیور (زوکړه: د ۱۹۲۱ زکال د جولای ۱۸ مه – مړینه: د ۲۰۱۶ زکال د ډسمبر ۸ مه) د امریکا سمندریز ځواک ته اړوند پیلوټ، انجینر، فضانورد، سوداګر او سیاستوال و. نوموړی دریم امریکایي و چې فضا ته یې سفر وکړ او همدارنګه لومړی امریکايي و چې په ۱۹۶۲ زکال کې د ځمکې مدارته ولاړ او درې ځله د ځمکې په شاوخوا وڅرخېد. له ناسا څخه له تقاعد وروسته نوموړي له ۱۹۷۴ زکال څخه تر ۱۹۹۹ زکال پورې د اوهایو ایالت څخه د متحده ایالاتو د دیموکرات سناتور په توګه خدمت وکړ؛ په ۱۹۹۸ زکال کې نوموړي د ۷۷ کلونو په عمر یوځل بیا فضا ته سفر وکړ.
جان ګلن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [1][2] |
کار ورکوونکی | ناسا |
پوځي خدمت | |
مقام | ډګروال |
جګړه/جګړې | د کوريا جګړه ، دويمه نړېواله جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ګلن له ناسا سره له یوځای کېدو وړاندې په دویمه نړیواله جګړه، د چین په کورنۍ جګړه او د کوریا په جګړه کې د جنګي الوتکې پیلوټ و. نوموړي درې میګ – ۱۵ الوتکې راغورځولې دي؛ د غوره پرواز کولو شپږ صلیبونه او هوايي فعالیت ته اړوند ۱۸ مډالونه یې ترلاسه کړي دي. په ۱۹۵۷ زکال کې نوموړي د لومړي ځل لپاره په متحده ایالاتو کې له غږ څخه چټکه الوتنه ترسره کړه. د هغه په الوتکه کې نصبې کمرې د متحده ایالاتو لومړنی دوامداره پانورما انځور واخیست.
هغه د ازمېښت کېدونکو پوځي پیلوټانو د مرکیوري ۷ ډلې غړی و چې په ۱۹۵۹ زکال کې د ناسا له خوا د هېواد د لومړني ستورمزلي په توګه وټاکل شو. د ۱۹۶۲ زکال د فبروي په ۲۰ مه ګلن د فرینډشېپ ۷ ماموریت ترسره کړ او لومړنی امریکايي و چې د ځمکې په مدار کې وڅرخېد او همدارنګه فضا ته تللی دریم امریکایي او فضا ته د ټولو تللو په ډله کې پنځم و. نوموړي په ۱۹۶۲ زکال کې د ناسا لپاره د غوره خدماتو او په ۱۹۷۸ زکال کې د کانګرس له خوا د فضایي ویاړ مډالونه ترلاسه کړل. ګلن په ۱۹۹۰ زکال کې د متحده ایالاتو د فضانوردانو د مشاهیرو په تالار کې ثبت شو او په ۲۰۱۲ زکال کې یې د آزادۍ ولسمشریز مډال ترلاسه کړ.
ګلن د ۱۹۶۴ زکال په جنوري میاشت کې له ناسا استعفا ورکړه. نوموړی چې د دیموکرات ګوند غړی و په ۱۹۷۴ زکال کې یې د متحده ایالاتو سنا ته لار ومونده او په دې سره یې د ۲۴ کلونو لپاره د ۱۹۹۹ زکال تر جنوري میاشتې پورې هلته خدمت وکړ. ګلن د ۷۷ کلونو په عمر په STS-95 فضایي شاتل ډیسکوري ماموریت کې فضا ته ولاړ، له همدې امله تر ټولو زیات عمر لرونکی کس وبلل شو چې د ځمکې مدار ته یې سفر کړی؛ همدارنګه یوازنی کس شو چې په مرکیوري او فضایي شاتل دواړو پروګرامونو کې یې فضا ته سفر وکړ. ګلن د مرکیوري اووه سفر څخه پاتې وروستی کس و چې د ۲۰۱۶ زکال د ډسمبر په ۸مه د ۹۵ کلونو په عمر ومړ.