جیمز راسل لوول
From Wikipedia, the free encyclopedia
جیمز راسل لوول (۲۲ فبروري ۱۸۱۹ – ۱۲ اګسټ ۱۸۹۱ زکال) امریکايي رومانتیک شاعر، نقاد، لیکوال او دیپلمات و. نوموړی د اور څنګ ته شاعرانو (fireside poets) ډلې ته اړوند و؛ د نیوانګلنډ د لیکوالانو هغه ډله چې لومړني امریکايي شاعران په کې شامل و او د بریتانوي شاعرانو له شهرت سره یې سیالي وکړه. دغه لیکوالانو په شاعرۍ کې تر ډېره له متعارفو شعري ډولونو او وزن څخه ګټنه کوله چې شعرونه یې د هغو کورنیو لپاره چې د اور په څنګ کې به سره بوخت و مناسب و.
جیمز راسل لوول | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | سرطان |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [1] |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون |
لاسليک | |
سمول |
لوول په ۱۸۳۸ زکال کې له هاروارډ کالج څخه فارغ شو او له دې سربېره چې د یو ستونزې جوړونکي په توګه پېژندل کېده د هاروارډ له حقوقو پوهنځي څخه یې سند ترلاسه کړ. نوموړي د خپلو اشعارو لومړنۍ ټولګه په ۱۸۴۱ زکال کې خپره کړه او په ۱۸۴۴ زکال کې یې له ماریا وایټ سره واده وکړ. دوی څو اولادونه لرل خو یوازې یو یې له ماشومتوب دورې څخه ژوندی ووت.
لوول د غلامۍ د له منځه وړو له خوځښت سره یوځای شو او د خپلو غلامۍ ضد لیدلورو د څرګندولو په موخه یې له شعر څخه ګټنه کوله؛ همدارنګه یې د پنسلوانیا په فلادلیفیا کې د یو غلامۍ ضد اخبار د مسئول مدیر په توګه دنده ترلاسه کړه. کمبریج ته له بېرته ګرځېدو سره نوموړي د The Pioneer په نامه مجلې بنسټ کېښود چې یوازې درې ګڼې یې خپروې شوې. نوموړی په ۱۸۴۸ زکال کې د منتقدینو د افسانې (A Fable for Critics) په نوم خپل شعري کتاب په خپرولو چې په هغو کې یې د معاصرو شاعرانو او منتقدینو اړوند د شعر په بڼه طنز لیکلی و، شهرت وموند. همدغه کال نوموړي Biglow Papers هم خپور کړ او د ده شهرت یې لا پسې زیات کړ. هغه د خپل ادبي فعالیت په اوږدو کې د خپلو اشعارو او مقالو څو نورې ټولګې هم خپرې کړې.
په ۱۸۵۳ زکال کې د هغه مېرمن ماریا مړه شوه او لوول په ۱۸۵۴ زکال کې په هاروارډ کې د ژبو په تدریس پیل وکړ. نوموړي وړاندې له دې چې په رسمي ډول د تدریس دنده پر غاړه واخلي اروپا ته یې سفر وکړ او له هغو لږ وروسته یې په ۱۸۵۷ زکال کې له فرانسیس دانلپ سره واده وکړ. همدغه کال لوول د اتلانتیک میاشتنۍ مدیر مسئول شو. له دې وروسته نوموړي د شلو کلونو لپاره په هاروارډ کې تدریس ته دوام ورکړ.
شل کاله وروسته هغه د لومړي ځل لپاره سیاسي ځایګی تر لاسه کړ او د هسپانیا د پاچاهۍ لپاره سفیر وټاکل شو. وروسته بیا د بریتانیا حاکم سلطنتي دربار ته د سفیر په توګه ولېږل شو. نوموړي د خپل ژوند وروستي کلونه په کمبریج کې چېرې چې زېږېدلی و تېر کړل او په ۱۸۹۱ زکال کې همدلته ومړ.
لوول باور درلود چې یو شاعر کولای شي د پیغمبر او د ټولنې د منتقد په توګه مهم رول ولوبوي. هغه له اشعارو څخه د اصلاحاتو په ځانګړې توګه د غلامۍ د له منځه وړو په موخه ګټنه وکړه. له دې سره د غلامۍ پر ضد موخې اړوند د هغه ژمنتیا د کلونو په اوږدو کې را کمه شوه او هم یې د افریقايي الاصله امریکایانو اړوند نظر هم بدلون وموند. هغه هڅه کوله چې له یانکي لهجې څخه په خپلو شخصیتي مرکو په ځانګړې توګه له The Biglow Papers سره په مرکه کې تقلید وکړي. د دغې لهجې کارولو او همدارنګه د هغه ګڼ شمېر طنزونو یو شمېر لیکوالانو لکه مارک تواین او ایچ. ال منکن ته الهام ور وبخښه.