دریم جورج
From Wikipedia, the free encyclopedia
دریم جورج (جورج ویلیام فردریک؛ ۴ جون ۱۷۳۸ – ۲۹ جنوری ۱۸۲۰ زکال) د ۱۷۶۰ زکال د اکتوبر له ۲۵ مې نېټې څخه د لویې بریتانیا او ایرلنډ پاچا و چې د ۱۸۰۱ زکال د جنوري په لومړۍ نېټه د دواړو پاچاهیو له یو موټي کېدو وروسته په ۱۸۲۰زکال کې تر خپلې مړینې پورې د لویې بریتانیا او ایرلنډ د متحدې پاچاهۍ پاچا شو. هغه ورته مهال وړاندې له دې چې د ۱۸۱۴ زکال د اکتوبر په ۱۲ مه د هانوفر پاچا شي؛ د روم په سپېڅلې سترواکۍ کې د برانشوایک – لونبورګ منتخب شاهزاده او دوک و. هغه د هانوفر کورنۍ پاچا و، خو د خپلو مخکنیو دوه نور پاچایانو پر خلاف په لویه بریتانیا کې زېږېدلی و، انګلیسي یې لومړنۍ ژبه وه او هېڅکله یې هم هانوفر ته سفر وه نه کړ. [2][3]
دریم جورج | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | ناروغي |
تابعیت | |
طبی کیفیت | عقل زوال (العقد 1800–)[1] |
ښځه | |
اولاد | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
د جورج ژوند او سلطنت؛ چې د دغې کورنۍ د پخوانیو پاچایانو په پرتله اوږد و، په خپل قلمرو، د اروپا په ډېرو برخو او همدارنګه د افریقا امریکا او آسیا په لرې پرتو سیمو کې د یو لړ پوځي نښتو له مخې مشخص کېږي. د هغه د واکمنۍ په لومړیو کې لویې بریتانیا فرانسې ته د اووه کلنې جګړې په ترڅ کې ماته ورکړه او په اروپا، شمالي امریکا او هند کې په مخکښ هېواد واوښته. له دې سره یې ډېر ژر په امریکا کې د امریکا د خپلواکۍ د جګړې له امله ډېرې خپلې مستعمرې له لاسه ورکړې. د انقلابي او ناپلیوني فرانسې پر وړاندې له ۱۷۹۳ زکال څخه پیل شوې جګړې په ۱۸۱۵ زکال کې په واټرلو جګړه کې د ناپلیون په ماتې سره پای ته ورسېدې. په ۱۸۰۷ زکال کې یې د بریتانوي سترواکۍ له خوا په اطلس سمندر کې د غلامانو سوداګري منع کړه.
جورج د خپل ژوند په وروستیو کې په مکررې او بالاخره دایمي رواني ناروغۍ اخته شو. له دې سره چې هغه مهال ویل کېدل چې هغه په دوه قطبي اختلال یا د پورفیري په نامه د وینې په ناروغۍ اخته دی، خو د ناروغۍ لامل یې نامالوم پاتې شو. جورج په ۱۸۱۰ زکال کې په بشپړه توګه خپله روغتیا له لاسه ورکړه او مشر زوی شاهزاده ولز راتلونکی کال نایب السلطنت شو. هغه مهال چې په ۱۸۲۰ زکال کې دریم جورج ومړد هغه نایب السلطنت د څلورم جورج په توګه پاچا شو. [4]