دوهم تیودور لاسکاریس
From Wikipedia, the free encyclopedia
دوهم تیوډور ډوکاس لاسکاریس (په یوناني: Θεόδωρος Δούκας Λάσκαρις، رومي بڼه یې: Theodōros Doukas Laskaris؛ د ۱۲۲۱/ ۱۲۲۲ کال – د ۱۲۵۸ کال د اګست تر ۱۶) له ۱۲۵۴ څخه تر ۱۲۵۸ کال پورې د نیکیا سترواک و. نوموړی د سترواک دریم جان دوکاس واتازیز او سترواکې ایرین لاسکایرینا یوازینی زوی و. مور یې د اول تیوډور لاسکاریس مشره لور وه. اول تیوډور په ۱۲۰۴ کال کې وروسته له هغه چې د څلورمې صلیبی جګړې په اوږدو کې صلیبیانو د بیزانس پلازمینه، قسطنطنیه ونیوله، د نیکیا سترواکي تاسیس کړه چې په کوچنۍ آسیا کې د بیزانس سترواکۍ ځای ناستی دولت و. تیوډور د دوو نامتو پوهانو، نیکفوروس بلیمایدس او جورج اکروپولیټس څخه غوره زده کړې ترلاسه کړې. نوموړي له ځوانو اندیالانو سره، په ځانګړې توګه له، جورج موزالون سره، ملګرتیا وکوله. تیوډور په ځوانۍ کې د دیني، تاریخي او فلسفي موضوعاتو په اړه د مقالو لیکل پیل کړل.
دوهم تیودور لاسکاریس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۳۰ نومبر ۱۲۲۱ او ۱۲۲۲[1][2] |
مړینه | 18 اگسټ 1258 (36–37 کاله) او 18 اگسټ کال 1258 (36–37 کاله)[3][1][2] |
تابعیت | د بیزانس سترواکي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
سمول |
په ۱۲۳۵ کال کې، سترواک دریم جان د تیوډور واده د بلغاریا له الینا سره چمتو کړ، ترڅو د قسطنطنیه د لاتیني سترواکۍ په وړاندې د خپل پلار، ایوان دوهم اسین سره اتحاد را منځ ته کړي. د تیوډور په وینا، د دوی واده له خوشحالۍ ډک و او دوی پنځه یا شپږ ماشومان درلودل. له ۱۲۴۱ کال راهیسې، تیوډور په بالکان ټاپو کې د خپلو پرله پسې پوځي خوځښتونو په اوږدو کې په کوچنۍ آسیا کې د خپل پلار د بریدمن په توګه دنده پر مخ وړه. نوموړی د ۱۲۴۲ کال په شاوخوا کې، د خپل پلار مرستیال واکمن و، خو د مرستیال سترواک په توګه یې تاج په سر نه کړ. د دې دورې په اوږدو کې، د نوموړي اړیکې د ځینو نامتو اشرافیانو سره، په ځانګړې توګه د تیوډور فیلس او میکائیل پالیولوګوس سره، ترینګلې شوې.
تیوډور د ۱۲۵۴ کال د نوامبر په ۴ نېټه د خپل پلار ځای ناستی شو. نوموړي زیاتره لوړپوړي چارواکي او د پوځ قوماندانان چې د اشرافو اصليت یې درلود، له دندو ګوښه کړل او پر ځای یې د ټیټو طبقو په ګډون وفادار ملګري وټاکل. نوموړي د مغول سترواکۍ په وړاندې د روم د سلجوق سلطان دوهم کیکاوس سره دفاعي اتحاد را منځ ته کړ. نوموړي په تریس او مقدونیه کې د بلغاریا یرغل په شا کړ او د ایپروس واکمن دهم میکائیل کومنینوس دوکاس یې مجبور کړ چې د ادریاتیک د سمندرګي په څنډو کې دیراکیو نیکیا ته وسپاري. هغه په پوځ کې اصلاحات راوستل، د کوچنۍ آسیا له بومي بزګرانو څخه یې نور سرتیري وګمارل. په پایله کې، د ایپروس دوهم میکائیل د نیکیا په وړاندې د سربیا پاچا سټیفن اول اوروس او د سیسلي پاچا مانفرډ سره اتحاد را منځ ته کړ. د تیوډور نوو ګمارل شوو جنرالانو په ۱۲۵۷ کال کې د هغوی د ګډ یرغل په وړاندې مقاومت ونشو کړای. تیوډور سخت ناروغه شو او د خپل ژوند په وروستیو میاشتو کې یې په ندرت سره په دولتي چارو کې برخه اخیسته. نوموړی مخکې له دې چې د مېرګي یا سرطان له امله مړ شي، خپل کم عمر زوی، څلورم جان لپاره جورج موزالون سرپرست وټاکه. د لسو ورځو په اوږدو کې، موزالون د اشرافي توطئې قرباني شو او میکائیل پالیولوګوس سرپرستي په غاړه واخیسته، ژر تر ژره په تخت کیناست.