د اور غورځونکي خوټيدلو ډولونه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د اورغورځونکي خوټېدنو بېلابېل ډولونه چې پر مهال يې لاوا، تيفرا (ايرې، لاپیلي، اور غورځونکي بمونه او اورغورځونکي سټې يا کوندې) او په سره ورته برخو وېشلي ګازونه له يو اورغورځونکي سوري يا درز څخه راوځي، چې د اورغورځونکي پوهانو له لورې يو له بل څخه بېل شوي دي. دا ډولونه ډېری وخت د نامتو اورغورځونو پر مهال د هغوی د کتل شوي ډول يا چلند په نومونو نومول شوي دي. ځيني اور غورځونکي غرونه ښايي د فعاليت د يوې دورې پر مهال د خوټېدنې يوازې يو ډول ځانګړتيا وښيي، په داسې حال کې چې ځیني نور ښايي په يوه خوټېدونکې لړۍ کې يوه بشپړ سلسله څرګنده کړي.
خوټېدنې درې ډولونه لري:
- مګماتيک خوټېدنې “Magmatic Eruptions” چې د خوټېدنې تر ټولو زيات کتل شوي ډولونه دي. دوی د مګما دننه د ګاز د تراکم نه شتون رانغاړي، چې دا مخ پر وړاندې راوباسي.
- فرياتيک خوټېدنې “Phreatic Eruptions” چې له مګما سره د اړيکې له لارې د بخار د لوړې تودوخې له لارې پېښېږي. دا ډول زياتره وخت هيڅ مګماتيک مواد نه ښيي او پر ځای يې د شته پرښې د ماتولو لامل ګرځي.
- فريتومګماتيک خوټېدنې “Phreatomagmatic Eruptions” د مګما دننه د ګاز د تراکم يا فشار له مخې پر مخ ځي او د بهير مستقيم مخالف مګماتيک فعاليت ته ځواک ورکوي.
د خوټېدنو د دې پراخو پېژندل شويو ډولونو دننه بېلابېل څېرمه يا فرعي ډولونه دي. تر ټولو کمزروي يې له ““Hawaiian” او تر سمندر لاندې او ورپسې “Strombolian” اور غورځونې دي، چې “Vulcanian” او “Surtseyan” ورپسې ځای لري. د اورغورځونې تر ټولو پياوړي ډولونه “Pelean” او ورپسې “Plinina” خوټېدنې دي، چې تر ټولو پياوړي هغه يې د “Ultra-Plinian” په نوم يادېږي. تر کنګل لاندې “Subglacial” او فرياتيک اورغورځونې د دوی د خوټېدنې د څرنګوالي له مخې راپېژندل شوي دي او د ځواک يا پياوړتيا له مخې توپير لري. د اورغورځونې ځواک يوه مهمه اندازه د اورغورځونې د چاودون لړيال “Volcanic Explosivity Index (VEI)” دی، چې پراخوالي يا طول البلد کچې يو ترتيب دی، چې له صفر څخه تر ۸ پورې اندازه لري او اندازه يې زياتره وختونه د اور غورځونې په ډولونو پورې اړه لري.