د اکولا اوبتل
From Wikipedia, the free encyclopedia
د اکولا اوبتل (په روسی کی:Подводные лодки проекта 971 «Щука-Б) یو روسي (شوروي) برید کونکي اټمي اوبتل (تحت البحري بیړۍ) دي چي د دښمن اوبتلونو ، پېړییو او مځکنی هدفونو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. دغه اټمي اوبتل د ۱۹۸۶ کال څخه تر ۲۰۰۹ پورې د سېوېرودوینسک (Severodvinsk) او کونسومولسک (Konsomolsk) په ښارونو کې جوړېده. تر ۲۰۰۹ کال پورې ۱۵ اوبتلونه جوړ شول. په اوس وخت کې د اکولا اوبتل د روسیې او هندوستان په جگړیزو تجهیزاتو کی شامل دی.