د مرجان سپینېدل
From Wikipedia, the free encyclopedia
د مرجان سپینېدل هغه پروسه ده چې مرجان د بېلابېلو فشارونو لکه د تودوخې د درجې، رڼا یا د مغذي توکو د بدلون له امله سپین کېږي. سپینېدل هغه وخت پېښېږي چې مرجاني پولیپونه زوګسانتیلا (zooxanthellae) الجي چې د دوی په نسج کې ژوند کوي، خارجوي او د مرجان د سپېدو لامل کېږي. زوګسانتیلا فوتوسنتیتیک دي او د اوبو د تودوخې درجې په لوړېدو سره آکسیجن د تعامل وړ نوعې تولیدوي. دا د مرجان لپاره زهرجن دی، نو مرجان زوګسانتیلا خارجوي. څرنګه چې زوګسانتیلا د مرجاني رنګدانو زیاتره برخه تولیدوي، نو د مرجاني نسج روښانه کېږي او مرجاني اسکلیټ چې د کلسیم کاربونیټ څخه جوړ شوی، ښکاره کوي. زیاتره سپین شوي مرجان روښانه سپین برښي، خو یو شمېر په مرجان کې د پروټینونو له امله کم رنګه نیلي، ژېړ یا ګلابي دي.[1][2]
سپین شوي مرجان ژوند ته دوام ورکوي، خو د ناروغۍ او لوږې په وړاندې ډېر زیان منونکي دي. زوګسانتیلا تر ۹۰ سلنې پورې د مرجان انرژي برابروي، لذا کله چې زوګسانتیلا خارجېږي، مرجان د مغذي توکو څخه بې برخې کېږي. یو شمېر مرجان، عادي حالت ته د شرایطو د بېرته راوګرځېدو په صورت، رغېږي او ځینې مرجان کولی شي ځان تغذیه کړي. که څه هم زیاتره مرجان د زوګسانتیلا پرته له لوږې سره مخ کېږي.[3][4][5][6][7]
عموماً مرجاني پولیپونه په متقابله داخلي (endosymbiotic) اړیکه کې د زوګسانتیلا سره ژوند کوي. دا اړیکه د مرجان او مرجاني برښې د روغتیا لپاره زیاته مهمه ده، دا پرښه د ټول سمندري ژوند نږدې ۲۵ سلنې لپاره پناهځای برابروي. مرجان په دې اړیکه کې زوګسانتیلا ته پناهځای برابروي. په بدل کې زوګسانتیلا داسې مرکبات برابروي چې د فوتوسنتز له لارې مرجان ته انرژي ورکوي. دې اړیکې مرجان ته امکان ورکړی چې د مغذي توکو نه لرونکي چاپېریالونو کې لږ تر لږه ۲۱۰ مېلیونه کاله ژوند وکړي. د مرجان سپینېدل د دې اړیکې د ړنکېدو له امله رامنځته کېږي.[8][9]
د مرجان د سپینېدل اصلي لامل د اوبو د تودوخې درجې زیاتوالی دی. د تودوخې د شاوخوا °C۱ (°F۲) د اوسط څخه پورته کېدی شي د سپینوالي لامل شي. د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام په وینا، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په نړۍ کې د سپینوالي ډېرو اوږدو ثبت شوو پېښو په بې ساري پیمانه مرجان له منځه یوړل. په مرجاني لوی پرښیز خنډ کې د مرجان سپینېدو په ۲۰۱۶ کال کې د دې پرښې د ۲۹ څخه تر ۵۰ سلنې پورې مرجان له منځه یوړل. دا سپینېدل په ۲۰۱۷ کال کې د پرښې مرکزي برخو ته وغځېد. سپینوالي پېښو ترمنځ اوسط واټن د ۱۹۸۰ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې نیمایي ته راټیټ شوې دی. په نړۍ کې د سپینوالي ترټولو مقاوم مرجان په سویلي فارس/عرب خلیج کې موندل کېدی شي. د دې مرجان یو شمېر یوازې هغه وخت سپینېږي چې د اوبو د تودوخې درجه له منفي ۳۰ سانتي ګراد څخه لوړه شي.[10][11][12][13][14][15][16][17][18]