د ځنګل د اور مخنيوی
From Wikipedia, the free encyclopedia
دځنګل تعريف
ځنګل د لاتيني کلمې Foris څخه اخستل شوی چې دکورڅخه بهرساحې يا طبيعت په معنی دی. يا ځنګل په زياته پيمانه پيچلی او په دوام داره توګه تغيرکوونکی محيط دی کوم چې دمختلفو ژونديو موجوداتو لکه ونو، بوټو، لرګينوځيليو، وحشي ګلانو، سرخسونو، خزې، ګل سنګ، فنجي اودخاورې دژونديو مايکروسکوپيک موجوداتواو غير ژوندي موجوداتولکه اوبو، تغذيوي موادو، تيږو، لمراوهوا څخه جوړشوی دی چې ددې پېچلې ټولنې لويه برخه ونې تشکېلوي
دځنګل داور پيژندنه
دځنګل اورله هغه اورڅخه عبارت دی کوم چې په هغه عضوي موادوکې رامنځته کېږي چې په ځنګل کې په پراخه پيمانه خپاره شوي وي. يادځنګل اورله هغه سوځېدنې څخه عبارت دی کوم چې په ځنګل کې صورت نيسي اودسوځېدوړټول عضوي موادسوځوي. داډول مواد په ځنګل کې په زياته اندازه خپاره شو ي وي اوله همدې امله داوردپراختياسره مرسته کوي .
دځنګل اورته ويجاړونکې اور(Wild fire) هم ويل کېږي داډول اورپه ځنګلي سيموکې رامنځته کېږي اودسوځېدووړنباتات سوځوي . دسوځېدوړنباتاتوپه اساس نوموړي اورته دبوټواور، دځنګل اور، ددښتې اور، دوښواور، دغره ياورشواوراودPeat اورهم ويل کېږي. دځنګل اوردهغې دپراخه اندازې، داصلي منبع څخه دخپرېدو چټکتيا،په ناڅاپي توګه دلوري بدلولو وړتيا او د سيندونو، سرکونو او نورو موانعوڅخه دټوپ وهلودوړتياپه اساس له عامواورونوڅخه توپيرکوي. دځنګل اور داسې هم تشريح کېداي شي چې دځنګل اوردبې کنټروله اورڅخه عبارت دي کوم چې پخپله رامنځته کيږي او هغه نباتات سوځوي چې دځنګل دځمکې سطحه يې پوښلی وې. يادځنګل اوردلرګيو(Timbers)،ګڼو ځنګلونو ياګڼو بوټو، واښو اونور زراوراخيستونکو نباتاتوپه يوه برخه کې رامنځته کېږي. دځنګل اور ښايي په طبيعي ډول او ياد انسانې فعاليتونو په نتيجه کې رامنځته شي . په مجموع کې دځنګل داوردرامنځته کيدولپاره درې فکتورونه ضروري دي. چې په لاندې ډول ورڅخه يادونه کيږي.
۱ - سون مواد
په دې کې ټول هغه مواد شامل دي کوم چې زراوراخيستونکي دي لکه ونې، وچ واښه، دډبروسکاره، تيل، دنباتاتو او حيواناتو پاتې شون، وچې پاڼې، ټول فوسيلي او نوراور اخيستونکي مواد دي
۲- اکسيجن
اکسيجن چې په ښکاره اوڅرګندډول په هواکې شته دی او دنباتاتوپه واسطه دضيايي ترکېب دعمليې په نتيجه کې هوا ته ازاديږي، په زياته پيمانه داورسره مرسته کوي.
۳- داورسرچينه/ دسوځيدو سرچينه
دسوځيدو سرچينی په ځنګل کې ډيرې زياتې دي خو د ځنګل ګڼوالی ورسره مرسته کوي دا ښايي دتندرپه واسطه، دکورڅخه دباندې اوربلولوپه واسطه، دغورځول شوي سګريټ څخه، اويا هم دغره په يو اړخ باندې دزيات وخت لپاره دلمردلګيدو پواسطه رامنځته شي همدارنګه وچې هواګانې چې وچکالي منځته راوړي ښايي د اور درامنځته کېدوسبب شي . چې دغه وچکالي نوو زرغون شوو اوکمزورو نباتاتو ته زيان اړوي اوهغوۍدوچوالي سبب کيږي وچ شوي مواد داورلپاره ستره منبع ده . همدارنګه دوامداره قوي بادونه ددې سبب کېږي چې دځنګل اورله يوځاي څخه بل ځاي ته انتقال شي چې په پايله کې يې زياته ساحه سوځي .
دځنګل داورتاريخچه
دځنګلونوداورلومړنۍ موندل شوي شواهد دانګلستان ته څيرمه دWalse په سرحدونوکې دRhyniophytoid نباتاتوفوسيلونه ؤ کوم چې دچارکولو(دلرګوسکاره) په ډول پاتې و اونژدې ٤٢٠ ميليونه کلونه وړاندې سلوري زمانې پورې يې اړه درلوده. همدارنګه بې لمبې سوځونکي اورونه ٤٠٥ ميليونه کاله دمخه پيل شو. دديوانيانوپه عصرکې په اتموسفيرکې داکسيجن کموالى دچارکولودکموالي سره يوځاي شو. دچارکولوڅخه ترلاسه شوي نورشواهدپه ډاګه کوي چې ځنګلي اورونوترCarboniferous مودې پورې دوام وموندورپسې دديوانيانودعصرپه وروستيوکې د١٣ %څخه ٣٠-٣١% پورې داتموسفيري اکسيجن مجموعي زياتوالى دپراخه ځنګلي اورونوسبب شو.
|
دډبرودزمانې اورونه داوسنيواورونوسره ورته و. دهغه سطحي اورونوشواهد کوم چې دوچوموسمونو له امله منځته راتله په ديواني اوکاربونيفرس پر جمنوسپرم ځنګلونوکې منځته راتله. دکاربونيفرس دزمانې دLepidodendronځنګلونوتورې څوکې دتاج دبرخې داورونوڅرګندونه کوي. په Jurassic جمنوسپرم ځنګلونوکې دمکرروسطحي اورونوشواهدموندل کيږي.
په وروستيوکلونوکې دځنګلونوداورزياتوالى ښايي دC4 ډوله واښودزياتوالي له امله وي څرنګه چې يادشوي واښه دمنځني رطوبت لرونکوسيموته منتقل شودسوځيدنې لوړې وړتيايې داورپيښيدنه زياته کړه اوپه پايله کې يې ځنګلي سيمې هم په ورشوګانوبدلې شوې. خوبياهم هغه ځنګلونه چې داورله ګواښ سره مخ و ښايي ديولړ ونولکه دPinus جنس دشهرت سبب ګرځيدلي وي. دنوموړي جنس ونې ډبل پوستکى لري کوم چې داور په وړاندې مقاومت کولي شي نوموړي نباتات کولى شي دتاج دبرخې د٦٠% برخې سوځيدووروسته هم ژوندي پاتې شي. د١٩٨٠مې لسيزې راهيسې دنړۍ په اکثره برخوکې دځنګلونوداورپه شدت کې زياتوالى راغلى. په ٢٠٠٢م کال کې ځنګلي اورونو په نړۍ کې ٣٥٠ ميليونه هکتاره ځنګلونه اوورشوګانې وسوځولې چې نوموړې ياده شوې ساحه دهندوستان هيواد دمساحت سره برابره ده.
په جرمنې کې داوردڅارنې دنړيوال مرکز(GFMC) دراپورپه اساس په ٢٠٠٣ کال کې ځنګلي اورونوپه اروپاکې تقريباُ٧٠٠٠٠٠هکتاره ځنګلونه او بوټه ييزې سيمې وسوځولې. د٢٠٠٩م کال دفبروري په مياشت کې داسترالياپه وکتوريه کې رامنځته شوي ځنګلي اورونو١٧٣تنه ووژل، له ٢٠٢٩ څخه زيات کورونه او٣٥٠٠ ودانۍ هغه وخت له منځه ولاړې کله چې داورلمبې ترې چاپيره شوې.
زمونږپه هيوادکې هم په بيلابيلووختونوکې دځنګلونوداورپيښې رامنځته شوي مګردتيرودرې لسيزوجګړوله امله يې ارقام له منځه تللي اوياهم ناوئيلي پاتې دي. دځنګلي اور يوه وروستۍ اوستره پيښه په ١٩٩٩م کال دجون دمياشتې په ١٢مه نيټه دکنړولايت دشوړيک په سيمه کې رامنځته شوه. په دغه اورکې چې ددوه ډلودتربګنۍ له امله رامنځته شوى ودکنړ ولايت دشوړيک، ديوه ګل، باډيل، هډوال اوکوړنګل په ساحوکې يې ١٦٠٠٠هکتاره ځنګلونه وسوځول. نوموړي اورنژدې يوه مياشت دوام وکړد٣٠٠ په شاوخواڅاروي او٤تنه يې ووژل. ذکرشوى اورډيرپراخه او نه کنتروليدونکى ودسيمه ييزوخلکوپه هلوځلويې شدت کم شواوپه پاي کې دباران له امله پاي ته ورسيده. ددې ترڅنګ د٢٠٠٥م کال دنومبردمياشتې په ٢١مه نيټه دماڼوګي ولسوالۍ دکوړنګل په ځنګل کې اورولګيده چې يوه اونۍ يې دوام وکړاووروسته دباران له امله ووژل شو. نوموړي اور٢٥هکتاره ځنګل او٧٠٠٠٠٠ فټه چارتراش وسوځول. په دې وروستيوکې دځنګله داورونويوشميرنورې پيښې هم ثبت شويدي چې عامل يې دائتلافي ځواکونوبمباري ښودل شوې ده
په ځنګل کې داور لګيدنې مخنيوي اهميت او اهداف
ځنګلونه دطبيعي منابعوله جملې څخه دي کوم چې دنړۍ اوهمدارنګه ديوهيواد دخلکولپاره زيات اهميت لري خصوصاً دهغه خلکو لپاره کوم چې ځنګلي سيموته نږدې اوسيږي او دخپلو اړتياو دپوره کولو لپاره مستقيماً له ځنګل څخه استفاده کوي دځنګلونو څخه خلک د لرګيو، غوښې، ميوواو شنونباتاتودتوليد او همدارنګه دوحشي حيواناتو او الوتونکود ښکار او مالدارۍ لپاره استفاده کوي.ددي ترڅنګ ځنګلونه دچاپېريال په ساتنه کې هم مهم رول لري ځنګلونه دهواککړتياکنترولوي او داکسيجن دتوليد سبب کيږي کوم چې د ژونديو موجوداتو دتنفس لپاره ډير ضروري دی. ددي پرته ځنګلونه طبی ارزښتونه هم لری. يوشمير ځنګلي ونې داسي مواد افرازوي کوم چې مکروبونه وژني همدارنګه زيات شمير درملونه له ځنګلي ونو څخه ترلاسه کيږي په اوسنيو وختونو کې دنړۍ په زياتو هيوادونو کې خلک دتفريح اوهمدارنګه د طبيعيت څخه دخوند اخيستلو په منظور ځنګلونو ته ورځي. د ځنګل محصولات د فابريکو لپاره خام مواد برابر وي دغه فابريکې دزيات شمير خلکو لپاره دکار زمينه برابروي او په مجموع کې ديوهيواد داقتصادي ودې سره مرسته کوي له بده مرغه دغه ارزښتمنه شتمني ځينې وختونه داور پواسطه سوځي اوله منځه ځي داور له امله دځنګل په سوځيدلو سره نه يواځې دهغې دزنيتي، اقتصادي، تفريحی او محافظوي ارزښتونو څخه بې برخې کيږو بلکې ددغه سوځيدنې په ترڅ کې زيات شمير مضر ګازونه هم اتموسفير ته خوشې کيږي اودهوادککړتيا، دځمکې دسطې دمنځنۍ تودوخې دلوړوالي اوپه مجموع کې دچاپيريال دککړتيا سبب کيږي . ددې لپاره چې داور له ضرر څخه په امن کې شو اړينه ده چې ځنګلي اور ، دهغې درامنځته کيده عوامل او اغيزې وپيژنو اودمخنيوی په لارو چارو يې ځان پوهه کړو. په دي کارسره به وکولاشو چې ددغه باارزښته شتمنۍ ساتنه وکړو او په دوامداره ډول ورڅخه استفاده وکړو.