د چاپ ماشین
From Wikipedia, the free encyclopedia
د چاپ ماشین پر رنګ شوې سطحه د فشار واردولو لپاره یوه میخانیکي وسیله ده چې د چاپي توکي (لکه کاغذ یا رخت) پر مخ اېښودل کېږي او رنګ ور لېږدوي. دا د چاپ په هغو مخکېنیو طریقو کې یو مهم پرمختګ و چې رخت، کاغذ یا نور چاپي توکي په پرلهپسې ډول بورس کېدل تر څو رنګ ور ولېږدول شي. د چاپ د ماشین اختراع او په نړیواله کچه عامېدل چې معمولاً د متنونونو لپاره کارول کېده، د دویمې زریزې یوه تر ټولو اغېزناکه پېښه وه.[1][2]
په جرمني کې د ۱۴۴۰ کال په شاوخوا کې «یوهانس ګوتنبرګ» د خوځنده ټايپ ماشین اختراع کړ چې له دې سره د چاپ انقلاب پیل شو. د موجودو پېچي ماشینونو له ډيزاین څخه په ماډل اخیستو سره د رنسانس د خوځنده ټایپ یوه ماشین په ورځ کې تر ۳۶۰۰ پاڼو پورې تولیدولی شوای، د دې په پرتله د لاسي چاپ یا پرېنټ تولید څلوېښت پاڼې و او کم شمېر هم د لاسي کاپۍ و. د ګوتنبرګ نوي لاسي قالب په ډېرو اندازو کې د خوځنده فلزي ټايپ دقیقه او چټکه جوړېدنه شونې کړه. د ده دوې اختراعګانې چې یو یې لاسي قالب او بل یې د خوځنده ټايپ ماشین و، په اروپا کې د کتاب او نورو شیانو د چاپ لګښت ډېر کم کړ.[3][4]
د رنسانس دورې اروپا ته د خوځنده ټايپ یا تورو د میخانیکي چاپ راتګ د ټولیزو اړیکو دورې ته لاره هواره کړه چې د ټولنې جوړښت یې د تل لپاره بدل کړ. د نسبتاً نامحدودو معلوماتو خپرېدو ـ چې انقلابي افکار هم په کې شامل وو ـ پولې ماتې کړې، جمعیتونه یې په اصلاحاتو کې ایسار کړل او د سیاسي او مذهبي واکمنانو قدرت یې وګواښه؛ د سواد چټکې ودې په زدهکړو کې د باسوادو مخکښانو انحصار مات کړ او نوې راټوکېدلې متوسطه طبقه یې ځواکمنه کړه. په ټوله اروپا کې د خلکو د فرهنګي ځانپوهې ډېرېدل د پروټو نېشنلېزم لامل شول چې د اروپا د محلي ژبو په غوړېدو سره د منځګړې ژبې په توګه د لاتیني ژبې موقعیت ته چټک زیان واوښت. په نولسمه پېړۍ کې چې کله د ګوتنبرګ د لاسي چاپ ماشین پر ځای د بخار چرخشي چاپ ماشینونه جوړ شول، د صنعت په کچه یې د چاپ امکانات برابر کړل.[5][6][7][8][9]