رامون امیتریو بیتانسس
From Wikipedia, the free encyclopedia
رامون امیتریو بیتانسس وای الکان (د ۱۸۲۷ ز کال د اپریل له ۸ – د ۱۸۹۸ ز کال د سپټمبر تر ۱۶) د پورتوریکو د خپلواکۍ مدافع او طبي ډاکتر ؤ. د ګریټو دو لاریس د انقلاب لومړنی پاروونکی ؤ او د پورټوریکو د خپلواکۍ غورځنګ بنسټ ایښودونکی او پلار ګڼل کېږي. له دې امله چې ګریټو د پورتو ریکویانو په منځ کې یو پراخ ملتپال غورځنګ وپاراوه، نو بیتانسس هم "El Padre de la Patria" (د [پورتو ریکويي] ملت پلار) ګڼل کېږي. هغه اړمنو خلکو ته د خپلو خیریه کارونو له امله د "El Padre de los Pobres" ("د بې وزلو پلار") په نوم هم یادیږي.
رامون امیتریو بیتانسس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | فرانسه |
تابعیت | پورټو ريکو |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
بیتانسس په پورتوریکو کې یو طبیب او جراح او د هغه ځای یو له لومړنيو ټولنیزو روغتیایي متخصصینو څخه ؤ. ده د جراحۍ او د سترګو د معالجې یو بریالی کلینیک جوړ کړ. بیتانسس د غلامۍ د له منځه وړلو پلوی، ډیپلومات، د عامې روغتیا مدیر، شاعر او ناول لیکونکی هم ؤ. د فرانسې په پاریس کې یې د کیوبا او دومینیکان جمهوریت لپاره د استازي او اړیکې په توګه خدمت وکړ.
هغه چې د فریمسني عقایدو پلوی ؤ، سیاسي او ټولنیزه عمل پالنه یې د دې ډلې د فلسفي د عقایدو تر ژورې اغېزې لاندې راغله.