سټینلي بروس
From Wikipedia, the free encyclopedia
سټینلي میلبورن بروس او د میلبورن لومړی وایکونټ بروس (اشرافي لقب)، (د ۱۸۸۳ز کال د اپرېل له ۱۵مې- د ۱۹۶۷ز کال د اګسټ تر ۲۵مې) له ۱۹۲۳ز کال نه تر ۱۹۲۹ز کال پورې د اسټرالیا ۸م لومړی وزیر و. هغه لوی اصلاحات رامنځته کړل او په حکومت کې یې د ملت جوړونې پراخه کړنلاره پیل کړه، خو په صنعتي اړیکو کې یې مخالف چلند د دې لامل شو، چې د ۱۹۲۹ز کال په ټاکنو کې یوه ډراماټیکه ماتې ومني. بروس وروسته په (۱۹۳۳ز- ۱۹۵۱ز) کلونو کې د بریتانیې لپاره لوړپوړی کمیشنر وټاکل شو او په (۱۹۴۶ز- ۱۹۵۱ز) کلونو کې د خوړو او کرنې د سازمان د رئیس په توګه یې خپله اوږده او اغېزمنه ډیپلوماټیکه کارکړنه تعقیب کړه.
سټینلي بروس | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | ۱۵ اپرېل ۱۸۸۳[1][2][3][4][5] | ||||||
مړینه | 25 اگسټ 1967 (84 کاله)[1][2][3][4][5] لندن [6] | ||||||
تابعیت | آسټراليا | ||||||
واک | |||||||
د استرالیا لومړی وزیر (8 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۹ فبروري ۱۹۲۳ – ۲۲ اکتوبر ۱۹۲۹ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه | ||||||
پوځي خدمت | |||||||
برخه | د برتانيا فوځ | ||||||
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه | ||||||
لاسليک | |||||||
سمول |
بروس د میلبورن په شتمنه کورنۍ کې زېږېدلی و، په کیمبریج پوهنتون کې یې زده کړې وکړې او خپل لومړنی ژوند یې د خپل ارواښاد پلار د واراداتو او صادراتو سوداګرۍ ته ځانګړی کړی و. هغه په لومړۍ نړیواله جګړه کې د ګالیپولي کمپاین په لومړیو کرښو کې فعالیت کاوه او په ۱۹۱۷ز کال کې په ټپي حالت کې اسټرالیا ته ستون شو او هلته د حکومت د استخدامي هڅو ویاند شو. هغه د نشنلیست ګوند او لومړي وزیر بیلي هیوز پام ځان ته راواړاوه، چې دوی د سیاسي مخینې هڅوونکي وو. هغه په ۱۹۱۸ز کال کې پارلمان ته وټاکل شو، په ۱۹۲۱ز کال کې خزانه دار او بیا په ۱۹۲۳ز کال کې له هېواد ګوند سره د ائتلاف په مشرۍ، د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
بروس په دفتر کې یو ځواکمن او متنوع اجنډا تعقیب کړه. هغه د فډرالي حکومت پر ادارې بشپړه بیاکتنه وکړه او د کینبرا نوې پلازمېنې ته یې د لېږد په اړه فکر وکړ. هغه د اسټرالیا په فډرالي سیسټم کې د مشترک المنافع د سهم د پیاوړي کولو لپاره بېلابېل اصلاحات پلي کړل او د اسټرالیا د فډرالي پولیسو او CSIRO په وده کې یې مرسته وکړه. د بروس «وګړي، پیسې او بازارونه» طرحه د لویې دولتي پانګونې او له بریتانیا او پاتې بریتانوي سترواکۍ سره د نږدې اړیکو له لارې، د اسټرالیا د نفوس او اقتصادي ظرفیت د چټکې پراختیا لپاره یوه هیله بښونکې هڅه وه. په هر حال د اسټرالیا د صنعتي اړیکو د سیسټم د بیاکتنې لپاره د بروس هڅې د دې لامل شوې، چې د کارګرانو خوځښت یې له دولت سره مخالفت وکړي او په ۱۹۲۹ز کال کې د مشترک المنافع د منځګړیتوب د لغوه کولو لپاره د بروس راډیکالي وړاندیز د هغه د ګوند غړي دې ته وهڅول، چې حکومت ته ماتې ورکړي. لومړی وزیر د راتلونکي کال په ټاکنو کې له سترې ماتې سره مخ شو او خپله څوکۍ یې لاسه ورکړه، دا په اسټرالیا کې یوه بې سارې پېښه وه، چې تر ۲۰۰۷ز کال پورې بیا تکرار نه شوه.
بورس په ۱۹۳۱ز کال کې پارلمان ته راستون شو، خو د لیونز په حکومت کې یې لنډمهاله دنده وکړه او پر ځای یې د نړیوال مسلک په لټه کې و؛ نو همدا و، چې په ۱۹۳۳ز کال کې په انګلستان کې د لوړپوړي کمیشنر په توګه وټاکل شو. بورس د برتانوي حکومت په کړیو او د ملتونو په ټولنه کې یو اغېزمن شخصیت شو. د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په اړه د نړیوالې همکارۍ لپاره د نه ستړي کېدونکي مدافع په توګه راڅرګند شو، په ځانګړې توګه هغه ستونزې، چې مخ پر ودې نړۍ ورسره مخ وه. بروس د نړیوالې تغذیې د ښه والي لپاره لېواله و؛ نو همدا و، چې د خوړو او کرنې سازمان په جوړولو کې یو له مهمو شخصیتونو نه و او د دې ادارې د لومړي رئیس په توګه یې هم دنده ترسره کوله. هغه لومړی اسټرالیايي و، چې د اسټرالیا مشرانو جرګې ته وټاکل او همدارنګه د اسټرالیا د ملي پوهنتون لومړی رئیس شو. که څه هم د هغه ډیپلوماټیکه مخینه په اسټرالیا کې له پامه غورځول شوې وه، خو بیا یې هم په لندن کې د اسټرالیا د ګټو (په ځانګړې توګه د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې) کلک ملاتړ کاوه.