لئونید برژنف
From Wikipedia, the free encyclopedia
لئونید ایلیچ برژنف (زوکړه: د ۱۹۰۶ زکال د ډسمبر ۱۹ مه – مړینه: د ۱۹۸۲ زکال د نومبر ۱۰) روسي سیاستوال و چې شوروي اتحاد یې د کمونیست ګوند د عمومي منشي (۱۹۶۴- ۱۹۸۲ زکال) او همدارنګه د شوروي اتحاد د عالي شورا د مشرتابه پلاوي د رئیس په توګه (۱۹۶۰- ۱۹۶۴، ۱۹۷۷- ۱۹۸۲ زکال) رهبري کړ. د عمومي منشي په توګه د هغه د واکمنۍ ۱۸ کلنه دوره د جوزف ستالین له واکمنۍ وروسته له مهالیز پلوه دویم ځایګی لري. د هغه د واکمنۍ موده د تاریخ لیکونکو د بحث موضوع ګرځېدلې؛ په داسې حال کې چې واکمني یې د سیاسي ثبات او خارجي سیاست په برخو کې د بریاو له مخې ځانګړې کېږي، خو له دې سره په کې فساد، د موثریت نشتوالی، اقتصادي ناورین او د لویدیځ د مخ پر ودې تکنالوژۍ څخه په کې شاته والی هم مشخص و. [4]
لئونید برژنف | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | مسکو [1][2] |
استوګنځای | مسکو |
تابعیت | روسي سترواکي |
ګوند | د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۲۴ اکتوبر ۱۹۳۱–۱۰ نومبر ۱۹۸۲) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | روسي [3] |
مؤثر | ولادمير ايليچ لېنين |
پوځي خدمت | |
وفاداري | شوروي اتحاد |
مقام | ډګروال (۱۹۴۲–)
تورن جنرال (۱۹۴۴–) ډگر جنرال (۱۹۵۳–) |
جګړه/جګړې | ختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه) ، دويمه نړېواله جګړه ، په افغانستان کې شوروی جګړه ، د ویتنام جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
برژنف د روسیې سترواکۍ ته اړوند د یکاترینوسلاو ایالت د کامیانسکوی ښار ګوټي (اوس مهال د اوکراین کامیانسکه سیمه ده) په یوه کارګري کورنۍ کې وزېږېد. د اکتوبر د انقلاب د پایلو وروسته چې له امله یې شوروي اتحاد رامنځته شو؛ برژنف په ۱۹۲۳ زکال کې د کمونیست ګوند د ځوانانو له څانګې سره یوځای شو او په ۱۹۲۹ زکال کې یې د ګوند رسمي غړیتوب ترلاسه کړ. هغه مهال چې نازي جرمني د ۱۹۴۱ زکال په جون میاشت کې په شوروي اتحاد برید وکړ، نوموړی د کمیسار په توګه له سره پوځ سره مل او د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې په ډېرې چټکۍ سره تر تورن جنرالۍ رتبې ورسېد. د جګړې له پای ته رسېدو وروسته یې په ۱۹۵۲ زکال کې د ګوند مرکزي کمېټې ته لار ومونده او تر ۱۹۵۷ زکال پورې یې د سیاسي دفتر بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ. په ۱۹۶۴ زکال کې هغه بشپړه وړتیا ومونده څو د شوروي اتحاد په کمونیست ګوند کې د لومړي منشي په توګه د نیکتیا خروشچف ځای چې په هېواد کې تر ټولو پیاوړی ځایګی و، ونیسي.
هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال له محافظه کارانه او عملګرا چلن څخه په کار اخیستو په نړیوال ډګر کې د شوروي اتحاد ځایګی لوړ کړ او ورته مهال یې په کور دننه هم د حاکم ګوند ځایګی تثبیت کړ. په داسې حال کې چې خروشچف تر ډېره پوره د سیاسي دفتر له غړو سره له مشورې پرته سیاستونه ټاکل، خو برژنف بیا د اجماع له لارې د پرېکړو په کولو سره هڅه کوله د ګوند په رهبرۍ کې د نظر اختلافات تر ټولو ټیټې کچې ته ورسوي. په داسې حال کې چې نوموړي د سړې جګړې د دوه پیاوړ هېوادونو ترمنځ د اندېښنو په راکمولو فشار راوړ، خو له متحده ایالاتو سره یې د برابرۍ په موخه اټومي وسلو ته لاسرسی وموند او په مرکزي او ختیځه اروپا باندې یې د شوروي اتحاد برلاسۍ ته کار وکړ. ورته مهال د برژنف تر رهبرۍ لاندې په پریمانه کچه وسلې جوړې شوې او همدارنګه یې په پام وړ توګه له هېواده بهر د شوروي اتحاد نفوذ (په ځانګړې توګه په منځني ختیځ او افریقا کې) ته پراختیا ورکړه؛ خو دغه هڅې لګښتنمې وې او په راتلونکو کلونو کې یې د شوروي اتحاد پر اقتصاد فشار راوړ.
برعکس، سیاسي اصلاحاتو ته د برژنف نه پام د ټولنیز زوال د دورې پیل و چې د برژنف د رکود دوره ورته ویل کېږي. د پراخ فساد او اقتصادي ودې له راکمښت سربېره دغه دوره د شوري اتحاد او متحده ایالاتو ترمنځ د مخ پر ودې ټکنالوژیکي درز په رامنځته کېدو سره ځانګړې کېږي. میخایل ګورباچوف په ۱۹۸۵ زکال کې واک ته له رسېدو وروسته د برژنف دولت د هغو د نه موثریت او د لیبرال کېدو په موخه په سیاستونو کې د انعطاف د نه منلو له امله وغانده.
له ۱۹۷۵ زکال وروسته د برژنف روغتیا په چټکۍ سره خرابه شوه او په مخ پر زیاتېدونکي ډول له نړیوالو چارو څخه پر شا شو؛ په داسې حال کې چې ځان یې په واک کې وساته. نوموړی د ۱۹۸۲ زکال د نومبر په ۱۰ مه ومړ او یوري اندروپوف یې پر ځای د ګوند عمومي منشي شو.