لورا بوش
From Wikipedia, the free encyclopedia
لورا لین ولش بوش (کورنی نوم یې ولش؛ زیږون ۴ نومبر ۱۹۴۶ زکال) امریکايي ښوونکې، کتابتون جوړونکې، خاطره لیکونکې او لیکواله وه چې له ۲۰۰۱ زکال څخه تر ۲۰۰۹ زکال پورې د متحده ایالاتو لومړنۍ مېرمن وه. بوش له دې وړاندې له ۱۹۹۵ زکال څخه تر ۲۰۰۰ زکال پورې د تکزاس د لومړۍ مېرمنې په توګه خدمت وکړ. هغه د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو. بوش ښځه او د پخواني ولسمشر جورج اچ. ډبلیو. بوش نږور وه. [2][3][4]
لورا بوش | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [1] |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
ميړه | جورج واکر بوش (۵ نومبر ۱۹۷۷–) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
بوش چې د تکزاس په میډلنډ کې زېږېدلې، په ۱۹۶۸ زکال کې یې له سویلي متدیست پوهنتون څخه یې د ښوونې او روزنې په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ او د دویم ټولګي د ښوونکې په توګه یې دنده ترلاسه کړه. هغې په اسټین کې له تکزاس پوهنتون څخه د کتابدارۍ په برخه کې د ماسټرې د سند له ترلاسه کولو وروسته د کتابدارې په توګه دنده پیل کړه.
بوش په ۱۹۷۷ زکال کې له خپل راتلونکې مېړه جورج ډبلیو بوش سره وپېژندل او یو کال وروسته یې واده وکړ. په ۱۹۸۱ زکال کې د دغې جوړې دوه غبرګلونې لوڼې وزېږېدې. مېړه یې بوش سیاست ته له واده وروسته مخه کړه. په ۱۹۷۸ زکال کې نوموړې کانګرس ته د خپل مېړه د لارموندلو په موخه کمپاین وکړ، خو بریالی نه شو. له دې وروسته هغه وکولای شول د تکزاس د والي د څوکۍ لپاره ټاکنې وګټي.
بوش د تکزاس د لومړۍ مېرمنې په توګه روغتیا، زده کړو او سواد ته په پام له خپلو ډېرو ابتکاراتو ګټنه وکړه. په ۱۹۹۹ - ۲۰۰۰ زکال کې هغې د بېلابېلو لارو چارو څخه په ګټنې لکه په ۲۰۰۰ زکال کې د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې د مهمې وینا په کولو سره چې په ملي کچه یې پام ځانته واړوه د ولسمشریزو ټاکنو په کمپاین کې له خپل مېړه سره مرسته وکړه. هغه د ۲۰۰۱ زکال د جنوري په ۲۰مه هغه مهال چې مېړه یې د امریکا ولسمشر شو؛ د امریکا لومړۍ مېرمن شوه. [5]
بوش چې د ګالوپ سازمان له خوا د تر ټولو محبوبې لومړۍ مېرمنې په توګه وټاکل شوه؛ د خپلې کاري دورې پر مهال له ملي او نړیوالو اندېښنو سره ښکېل وه. هغې په ۲۰۰۱ زکال کې د کتاب د ملي نندارتون په جوړولو سره د زده کړو او سواد په برخه کې د خپل سوداګریز نښان د علایقو مخته وړو ته دوام ورکړ او همدارنګه یې په نړیوال مقیاس سره د زده کړو لپاره هڅې وکړې. هغې همدارنګه د The Heart Truth او Susan G. Komen for the Cure بنسټونو له لارې د ښځو لپاره کار وکړ. هغې په خپلو بهرنیو سفرونو کې د متحده ایالاتو استازولي کوله او لیوالتیا یې لرله چې د اېډز او مالاریا ناروغیو اړوند په عامه پوهاوي تمرکز وکړي. [6][7]