ماري رابېنسن
From Wikipedia, the free encyclopedia
ماري تیریس وېنفرېډ رابېنسن (په آیرلنډي ژربه: Máire Mhic Róibín؛ د زیږون نوم: بورک؛ چې د ۱۹۴۴ کال د می په ۲۱ یې نړۍ ته سترګې پرانیستې) یوه آیرلنډي سیاستواله ده چې د آیرلنډ د اومې ولسمشرې په توګه یې د ۱۹۹۰ کال له ډسمبر څخه د ۱۹۹۷ کال تر سپټمبر پورې یې دنده پر مخ یوړه. هغه لومړنۍ ښځه وه چې دا چوکۍ یې ترلاسه کړه. وروسته نوموړې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویه کمېشنره وه. رابېنسن د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې، د ۱۹۶۹ او ۱۹۸۹ کې د آریلنډ په سنا کې سناتوره وه او د ۱۹۷۹ کال څخه تر ۱۹۸۳ کال پورې د ډوبلین کارپوریشن سیمه ایزه سلاکاره وه. هغه د لنډې مودې لپاره په کارګر ګوند پورې تړلې وه، خو نوموړې لومړنۍ خپلواکه نومانده شوه چې د ولسمشرۍ څوکۍ یې وګټله او لومړی کس و چې د فیانا فیل (جمهوري غوښتونکي ګوند) ملاتړ یې نه درلود. د ولسمشرې په توګه له خپلې دندې وروسته، رابېنسن د ۱۹۹۷ کال څخه تر ۲۰۰۲ کال پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویه کمېشنره شوه.[3]
ماري رابېنسن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
استوګنځای | څوریخ |
تابعیت | آيرلينډ |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [2]، آیرلنډي ژبه |
جايزې | |
لاسليک | |
سمول |
رابېنسن په پراخه کچه په آیرلنډ کې د بدلون اغېزې درلودونکي څېرې په توګه پېژندل کېږي، چې د سناتور او وکیل په توګه یې په زیاتره لیبرالیستي مسئلو کې په بریالیتوب کمپاین وکړ. رابېنسن د همجنسبازۍ په قانوني کولو، د امیندوارۍ د مخنیوي په قانوني کولو، د طلاق په قانوني کولو، ښځو ته د قضاوت د وړتیا ورکولو، او په آیرلنډ کې په مدني حقوقي قضیو کې د قانوني مرستې د حق په خوندي کولو کې ښکېل وه. نوموړې د آیرلنډ ترټولو مشهوره ولسمشره وه، چې د رای ورکوونکو په منځ کې د ۹۳٪ محبوبیت کچه درلوده.[4]
نوموړې د لویې کمېشنر په توګه د خپلې دندې په اوږدو کې تبت ته سفر وکړ (۱۹۹۸)، چې لومړنۍ لویه کمېشنره ده چې دا کار یې کړی دی. هغې د آیرلنډ د کډوالۍ په سیاست نیوکه وکړه او په متحده ایالاتو کې د مرګ د سزا کارول تر نیوکې لاندې راوستل. هغې د لویې کمېشنرۍ خپله څلور کلنه دوره د یو کال لپاره وغځوله ترڅو د ۲۰۰۱ کال د سویلي افریقا په ډوربن کې د توکم پالنې پروړاندې د نړیوال کنفرانس مشري وکړي. دا کنفرانس د یوې مسوده سند له امله ځکه جنجالي شو چې صهیونزم یې له نژاد پالنې سره برابر کړ. د متحده ایالاتو له لوري د زیاتیدونکي فشار په ترڅ کې، رابېنسن د ۲۰۰۲ کال په سپټمبر کې له خپلې دندې استعفا ورکړه. په ۲۰۰۲ کال کې د ملګرو ملتونو څخه له وتلو وروسته، رابېنسن د حقونو پېژندنه: د نړیوالتوب اخلاقي نوښت، را منځ ته کړ چې د ۲۰۱۰ کال په پای له پلان شوې پایلې سره پای ته ورسېد.
رابېنسن له ۱۹۹۸ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د ډوبلین پوهنتون د رئیسې په توګه دنده ترسره کړه او له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې د اکسفام د افتخاري رئیسې وه.
نوموړې د ۲۰۱۰ کال په پای کې آیرلنډ ته راستنه شوه او له هغه وخته یې د ماري رابېنسن بنسټ - اقلیمي عدالت تاسیس کړ. رابېنسن په نړیواله کچه د مدني حقونو په برخه کې په مبارزه کې فعاله پاتې ده. نوموړې د محمد ابراهیم د بنسټ د بورډ مشره ده او د بنسټ د ابراهیم جایزې د کمېټې غړې ده. هغه همدارنګه د B ټیم مشره هم ده او د پریټوریا په پوهنتون کې د بشري حقونو په مرکز او د جنسیت په مرکز، ایډز او جنډر په مرکز کې د غوره استادې په توګه ونومول شوه. هغه له ۲۰۰۵ کال راهیسې د اروپا د نړوال پوهنتون د بشري حقونو او ولسواکۍ د مرکز یا EIUC افتخاري رئیسه ده. نوموړې د چاپیریال او پراختیا نړیوال انسټیټیوټ پخوانۍ رئیسه ده او همدارنګه د ښځې د نړۍ مشران بنسټ د شورا بنسټ ایښودونکې غړې او رئیسه ده. نوموړې د اروپايي ټولنې د درې اړخیز کمیسیون غړې وه.