ناپليون بوناپارت
From Wikipedia, the free encyclopedia
ناپلیون بوناپارت (په فرانسوي: Napoléon Bonaparte؛ پيدایښت: ۱۵-اګوست-۱۷۶۹؛ مړینه: ۵-مې-۱۸۲۱ز) یو فرانسوي نظامي او سیاسي سرلاری ؤ چې د فرانسې اوښتون پر مهال یې شهرت ترلاسه کړ او د انقلابي جګړو په لړ کې یې ډېرشمېر بریالي عسکري عملیات درلودل. هغه د لومړي کنسول په توګه، له ۱۷۹۹ څخه تر ۱۸۰۴ز پورې د فرانسې جمهوریت بالفعل مشر ؤ. د لومړي ناپلیون په توګه، هغه له ۱۸۰۴ څخه تر ۱۸۱۴ز پورې او بیاځلي په ۱۸۱۵ز کې د فرانسې ټولواکمن ؤ. د ناپلیون سیاسي او هڅوبي میراث لا تراوسه هم پر ځای پاتې دی او هغه د نړۍ په تاریخ کې یو متنازع او تر ټولو ستر سرلاری دی.[3][4]
ناپليون بوناپارت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | د معدی سرطان |
استوګنځای | سينټ هېلېنا (۱۸۱۵–۱۸۲۱) پاريس (۱۷۹۲–۱۸۱۴) |
قد | 168 سانتي متره |
ښځه | ماري لوئیز، د پارما دوشس (۱ اپرېل ۱۸۱۰–۵ مې ۱۸۲۱)[1] |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | کورسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي ژبه [2] کورسي ژبه |
پوځي خدمت | |
مقام | بريد جنرال |
جګړه/جګړې | ناپولیوني جګړې د فرانسې انقلابي جګړې |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ناپلیون د کورسیکا په ټاپو کې، لږ موده وروسته له هغو چې د فرانسې له سلطنت سره ضمیمه شوه، وزېږېده. په ۱۷۸۹ز کې یې د فرانسې په پوځ کې خدمت کاوه او په ورته مهال کې یې د فرانسې له اوښتون څخه خپل ملاتړ وښود او هڅه یې وکړه ترڅو د اوښتون ارمانونه خپل مورني هېواد «کورسیکا» ته هم وغځوي. پر سلطنتغوښتونکو اورپکو باندې په ډزو کولو سره یې فرانسوي واکمنه مشرۍ وژغورله او په پوځ کې ډېر ژر مشهور شو. په ۱۷۹۶ز کې، هغه د اتریشیانو او د هغو ایټالیایي ملګرو او متحدانو باندې د یو لړ عسکري عملیاتو لهلارې سترې بریاوې په لاس راوړې او ملي اتل شو. دوه کاله وروسته یې، مصر ته د پوځ لېږد مشرۍ په غاړه واخېسته چې سیاسي ځواک یې لا هم وغوړېده. د ۱۷۹۹ز کال په نومبر کې د یوې کودتا لهلارې د جمهوریت لومړی کنسول شو. له بریتانیا سره یې اختلافات پهدې پیدا شول چې فرانسه تر ۱۸۰۵ز پورې د درېیمې ټلوالې له جګړې سره مخ وه. ناپلیون په «اولم» او «استرلیتز» جګړو کې له بریاوو وروسته، چې د مقدس روم ټولواکمنۍ د سقوط لامل شو، یاده ټلواله له منځه یوړه. په ۱۸۰۶ز کې، څلورمې ټلوالې د هغه پر وړاندې وسله پورته کړه، ځکه پروشیا په دغې لویه وچه کې د فرانسې له نفوذ څخه اندېښمن ؤ. په ینا او اوېرشتید جګړو کې، ناپلیون پروشیا ته ماته ورکړه، ستر پوځ یې ختیځې اروپا ته مرش کړ، په فریدلنډ کې یې روسان د ۱۸۰۷ز کال په جون کې تالا کړل او د څلورمې ټلوالې مات شوي هېوادونه یې د تیلسیت ژمنو منلو ته اړ کړل. دوه کاله وروسته، اتریشیانو د پنځمې ټلوالې د جګړې په لړ کې، بیاځلي فرانسه له ګواښ سره مخ کړه، خو ناپلیون د واګرام جګړې په ګټلو سره پر ټولې اروپا ولکه ټینګه کړه.[5]
د قارهیي کلابندۍ د غځولو په ارمان، ناپلیون د بریتانیا پر وړاندې بندیزونه وضع کړل، پر اېبري ټاپووزمه یې برید وکړ او خپل ورور «جوزف» یې په ۱۸۰۸ز کې د سپانیا پاچا وټاکه. سپانیاییانو او پرتګالیانو د ټاپووزمې په جګړه کې پاڅون وکړ چې د ناپلیون د مارشالونو په ماتې سره لا هم پياوړي شول. ناپلیون د ۱۸۱۲ز په اوړي کې روسیې باندې یرغل وکړ او د جګړې په پایله کې، د ناپلیون ستر پوځ ډېر تلفات ولېد او پر شا شو. په ۱۸۱۳ز کې پروشیا او اتریش، د فرانسې پر وړاندې د شپږمې ټلوالې لهلارې روسیې سره یوځای شول. د ۱۸۱۳ز په اکتوبر کې، په لایپزیګ کې، د یوې بېنظمې جګړې په پایله کې ټلوالې د ناپلیون ستر پوځ ته ماته ورکړه. ټلوالې پر فرانسې برید وکړ او پاریس یې تر ولکې لاندې راوست او ناپلیون یې د ۱۸۱۴ز په اپرېل کې ګوښه کېدو ته اړ کړ. هغه د اېلبا ټاپو ته، چې د کورسیکا او ایټالیا ترمنځ پرته ده، تبعید شو. په فرانسه کې، د سلطنت واک بوربون کورنۍ ته وروګرځول شو. سره لهدې، ناپلیون د ۱۸۱۵ز په فبروري کې له اېلبا څخه وتښتېده او د فرانسې واک یې په لاس کې ونیوه. متحدانو د اوومې ټلوالې په رامنځته کولو سره ځواب ورکړ، چې د ۱۸۱۵ز په جون کې یې ناپلیون ته د واترلو په جګړه کې ماته ورکړه. بریتانیاییانو هغه، د اتلانتیک سمندر د سېنت هېلېنا لېرې ټاپو ته تبعید کړ، چې په ۱۸۲۱ز کې، په ۵۱ کلنۍ کې هلته مړ شو. ناپلیون پر نومهالې نړۍ باندې پراخه اغېزه درلوده، او په ډېرو فتح شویو هېوادونو کې یې (په ځانګړې توګه، د سویس او د اوسنۍ ایټالیا او آلمان ځینو برخو په څېر، کوزو هېوادونو کې) لېبرالي اصلاحات راوړل. هغه په فرانسه او لویدېځې اروپا کې لېبرالي سیاستونه پلي کړل.[6][7]