ویلیام پیټ، د چتهام لومړی ارل
From Wikipedia, the free encyclopedia
ویلیام پیټ، د چتهام لومړی ارل (زوکړه: د ۱۷۰۸ زکال د نومبر ۱۵ مه – مړینه: د ۱۷۷۸ زکال د مۍ ۱۱ مه) ویګ ډلې ته اړوند بریتانوي سیاستوال و چې له ۱۷۶۶ زکال څخه یې تر ۱۷۶۸ زکال پورې د لویې بریتانیا د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. تاریخ پوهان نوموړی د چتهام یا مشر ویلیام پیټ په نومونو یادوي چې د هغه له زوی ځوان ویلیام پیټ سره چې لومړی وزیر و توپیر یې وشي. پیټ تر ۱۷۶۶ زکال پورې د خپل لقب له منلو څخه د اوږد مهاله ډډه کولو له امله د لوی/مخکښ غیراشرفي په توګه ګڼل کېده.
ویلیام پیټ، د چتهام لومړی ارل | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د لویې بریتانیا پاچاهي |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
پیټ د اووه کلنې جګړې (په امریکايي مستعماراتو کې د فرانسویانو او سورپوستو د جګړې په ګډون) پر مهال د بریتانیا د کابینې غړی او له ۱۷۵۶ زکال څخه تر ۱۷۶۱ زکال پورې (په ۱۷۵۷ زکال کې له ډېر لنډ مهال پرته) د هغو غیر رسمي مشر هم و. نوموړي بیا ځلي د Lord Privy Seal د رسمي لقب پر لرلو له ۱۷۶۶ زکال څخه تر ۱۷۶۸ زکال پورې د کابینې مشري وکړه. د هغه پیاوړې واکمنۍ د هغه له غوره ویناو څخه سرچینه اخیسته. نوموړی د خپل مسلکي ژوند په ډېره موده کې بې واکه و او په ګڼ شمېر دولتي اقداماتو یې نیوکې کولې چې په ۱۷۳۰ مه لسیزه کې والپول فساد، په ۱۷۴۰ مه لسیزه کې د هانوور سبسایډي، په ۱۷۶۰مه لسیزه کې له فرانسې سره سوله او په ۱۷۷۰ مه لسیزه کې د امریکا د مستعمراتو اړوند جوړښت نه منونکې پالیسي په کې شاملېدل. [1][2]
پیټ تر ډېره پورې د اووه کلنې جګړې په اوږدو کې د جګړې د مهال بریتانوي رهبر په توګه پېژندل کېږي، په ځانګړې توګه په فرانسه باندې د بریا په موخه د خپلې یو اړخیزې قربانۍ له امله چې په پایله کې یې بریتانیا په نړیوالو چارو حاکمیت وموند. نوموړی همدارنګه د خپل وګړیز ځایګي لرلو، په دولت کې له فساد سره د مخالفت، د امریکا په انقلابي جګړه کې د امریکا له ځایګي څخه د ملاتړ، د بریتانیا له برترۍ څخه د ملاتړ، پراختیا او سترواکۍ غوښتنې، د بریتانیا له اصلي د ښمنانو او د فرانسې او هسپانیا له استعماري سیالو ځواکونو سره د دښمنۍ له امله پېژندل کېږي. ماري پیټرز څرګندوي چې د نوموړي دولتداري د سترواکۍ له ارزښتونو څخه د روښانه، بې ستونزې او توپیر لرونکي درک پر بنسټ وه. [3][4]
بریتانوي پارلماني تاریخ لیکونکی پیټر ډېوېډ ګارنر توماس استدلال کوي چې د پیټر قدرت د هغه د کورنیو اړیکو پر بنسټ نه، بلکه د هغو خارق العاده پارلماني وړتیاو پر بنسټ و چې له امله یې هغه د عوامو په جرګې هم واک درلود. هغه ځانګړې قومانداني، ځلانده بلاغت او د بحث کولو بې مثاله وړتیاوې لرلې چې پر بنسټ یې هغه د ادبي او تاریخي پراخې پوهې څخه ځیرکانه ګټنه کوله. پوهان نوموړی د بریتانیا د لومړیو وزیرانو ترمنځ لوړه درجه لرونکی بولي. [5][6]