پنځم جورج
From Wikipedia, the free encyclopedia
پنجم جورج (جورج فریډریک ارنست البرت؛ د ۱۸۶۵ ز کال د جون له ۳ مې نه د ۱۹۳۶ ز کال د جنوري تر ۲ مې پورې) د ۱۹۱۰ ز کال د می له میاشتې نه په ز ۱۹۳۶ کال کې تر خپلې مړینې پورې د انګلستان او بریتانوي مشترک المنافع هېوادونو پاچا او د هند سترواک و.
پنځم جورج | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | اوندن برونشيت |
تابعیت | برېتانيا [1][2][3] |
اولاد | |
پلار | |
مور | |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
پوځي خدمت | |
وفاداري | برېتانيا ، د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
برخه | د برتانيا فوځ |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
جورج د خپلې انا ملکې وېکتوریا د واکمنۍ پرمهال نړۍ ته سترګې پرانیستې، د ویلز د شهزاده البرت اډوارډ دویم زوی و او د بریتانیا د تخت لپاره په نوملړ کې د خپل پلار او مشر ورور شهزاده البرت وېکتور نه وروسته درېیم کس و. جورج له ۱۸۷۷ز کال نه تر ۱۸۹۲ ز کال پورې، په شاهي سمندري ځواکونو کې یې دنده ترسره کړه، تر هغه چې د ۱۸۹۲ ز کال په پیل کې د خپل مشر ورور له ناڅاپي مړینې ورسته په مستقیم ډول د تخت لپاره په لیکه کې راغی. د جورج پلار په ۱۹۰۱ز کال کې د وېکتوریا له مړینې سره سم، د اووم اډوارډ په توګه په تخت کېناست او جورج د ویلز شهزاده شو. په ۱۹۱۰ ز کال کې نوموړی د خپل پلار له مړینې وروسته د پاچهۍ په تخت کېناست.
د جورج واکمني د سوسیالیزم، کمونیزم، فاشیزم، آیریلنډي جمهوریت غوښتنې او د هند د خپلواکۍ د راپورته کېدو شاهده وه، چې ټولو په په بنسټیزه توګه د بریتانوي سترواکۍ سیاسي لیدلوری بدله کړ. د پارلمان ۱۹۱۱ ګڼې قانون، د مشرانو د مجلس د ناټاکل شوو غړو په پرتله د د بریتانیا د مشرانو د ټاکل شوو غړو برلاسي رامنځ ته کړه. د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ز) په پایله کې، د نوموړي د مخکښو تربرونو، د روسیې د دویم نیکولاس او د جرمني د دویم ویلهیم سترواکۍ نسکورې شوې، خو بریتانوي سترواکي تر ټولو لویې اغېزمنې کچې ته پراختیا و موندله. نوموړي په ۱۹۱۷زکال کې، د وینډسر د ماڼۍ لومړی پاچا شو، چې نوموړي د جرمن ضد عامه احساساتو له امله د ساکس کوبورګ او ګوتا د ماڼۍ نوم د دې ماڼۍ نامه ته بدل کړ. په ۱۹۲۴ ز کال کې جورج د لومړي ځل لپاره د کار وزارت را منځ ته کړ او د ویسټ منسټر د ۱۹۱۳ ز کال قانون، د بریتانوي سترواکۍ ټول ګټې هېوادونه د جلا او خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپېژندل.
نوموړی د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې د سګرټ څکولو له امله، له روغتیایی ستونزو سره لاس او ګرېوان و او له مړینې وروسته یې مشر زوی آتم اډوارډ ځای ناستی شو.