ژبه
From Wikipedia, the free encyclopedia
ژبه یو منظم ارتباطي سیستم دی چې انسانان یې د خبرو، اشارې، نښې یا تر ډېره د لیکنې له لارې کاروي. د ژبې جوړښت «ګرامر» دی او ازاد عناصر یې کلمات دي. د انسان ژبه د حیواناتو د ارتباط له پېرندل شوو سیستمونو څخه جلا ده، ځکه د لېږد په یوازې یوه ډول (لیدلو، غږ او نورو) پورې نه ده تړلې، بلکې په بېلابېلو فرهنګونو او وختونو کې ډېر بدلونونه پکې پېښېږي او د نورو سیستمونو په نسبت د مفاهیمو یوه غټه برخه رانغاړي.[1]
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
برخې | |
---|---|
برخه د |
د ژبې علمي څېړنه «ژبپوهنه» بلل کېږي. د ژبو ژورې څېړنې لکه د ژبې فلسفه، د ژبې او فکر تړاو او داسې نور بحثونه لکه دا چې کلمات څه ډول د انسان تجربې بیانوي، لږ تر لږه د لرغوني یونان په تمدن کې د ګورګیاس او افلاطون له وخته را روان دي. د روسو (۱۷۱۲-۱۷۷۸) په څېر متفکران وايي چې ژبه له احساساتو څخه سرچینه اخلي، خو د کانټ (۱۷۲۴-۱۸۰۴) په څېر نور متفکران په دې باور دي چې ژبې له عقلاني او منطقي تفکر څخه سرچینه اخلي. د شلمې پېړۍ فیلسوفان لکه ویټګشټاین (۱۸۸۹-۱۹۵۱) استدلال کوي چې فلسفه پهخپله د ژبې څېړنه ده. د معاصرې ژبپوهنې په مهمو څېرو کې فرډینانډ ډو سوسور او نوام چامسکي یادولی شو.[2]
ګومان کېږي چې ژبه د لومړنیو انسانانو له ارتباطي سیستمونو څخه په تدریج سره هغه مهال جلا شوې ده چې هغوی د ذهن د نظریو [د ذهن نظریه چې په انګلیسي کې Theory of Mind ورته ویل کېږي، یو اروايي مفهوم دی او د ذهني حالتونو لکه باورونو، موخو او غوښتنو د څرګندولو وړتیا ته وايي] او قصدمندۍ [قصد مندي یو فلسفي مفهوم دی چې په انګلیسي کې Intentionality ورته ویل کېږي او موخه یې د تصوراتو د جوړولو لپاره د ذهن وړتیا ده] د جوړولو وړتیا ومونده. کله ناکله هم ګومان کېږي چې دغه پرمختګ د مغز د حجم له ډېرېدو سره رامنځته شوی. ژبه د انسان د مغز په بېلابېلو ځایونو کې رامنځته کېږي، په ځانګړي ډول په «بروکا» او «ورنیکه» کې. انسانان ژبه د ماشومتوب د دورې په لومړیو کې مومي او ماشومان په معمولي ډول تر درې کلنۍ پورې روانې خبرې زده کوي. ژبه او فرهنګ له یو بل سره تړلي دي. له دې امله ژبه په ارتباطي کارونو سربېره ټولنیز اړخونه هم لري، مثلاً د یوې ډلې هویت څرګندوي او ټولنیز پاړکي سره وېشي.[3][4]
ژبې د وخت په تېرېدو سره بشپړېږي او بدلون په کې پېښېږي. د ژبو د تکامل تاریخچه له اوسنیو ژبو سره د پرتله کولو له لارې رغولی شو چې څرګنده شي مورېینو یا اجدادي ژبو یې څه ځانګړنې لرلې، تر څو یې د ودې نور پړاوونه رامنځته شي. د ژبو هغه ډله چې ریښه یې مشترکه وي، د ژبنۍ کورنۍ په توګه پېژندل کېږي. د دې په مقابل کې، که ثابته شي چې یوه ژبه له نورو ژبو سره هېڅ مستقیمه یا غیر مستقیمه اړیکه نهلري، منزوي ژبه بلل کېږي. ډېرې داسې ژبې شته چې نه دي ډلبندي شوې، ځکه هېڅ ډول اړیکه یې نه ده ثابته شوې. همدا راز ښايي په نړۍ کې هېڅ جعلي ژبه موجوده نه وي. څېړونکي په دې باور دي چې له ۵۰ تر ۹۰ سلنه هغه ژبې چې د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې خبرې پرې کېدې، ښايي تر ۲۱۰۰ کال پورې له منځه لاړې شي.[5][6][7]