ګوف وایتلام
From Wikipedia, the free encyclopedia
اډوارډ ګوف وایتلام د استرالیا د ملکې حقوي سلا کار او د استرالیا د نښان خاوند (په انګلیسي: Edward Gough Whitlam ، /ˈɡɒf ˈwɪtləm/؛ زوکړه د ۱۹۱۶ز کال د جولای ۱۱مه ـــ مړینه د ۲۰۱۴ز کال د اکتوبر ۲۱مه نېټه) په رسمي ډول د ۱۹۷۲ز کال څخه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د استرالیا ۲۱م لومړی وزیر و. هغه د تر ټولو اوږدې مودې لپاره د استرالیایي کارګر ګوند (ALP) فدرال مشر پاتې شوی و. نوموړی د یو اصلاح غوښتونکي دولت مشر و کوم چې د استرالیا د نایب الحکومه سېر جان کر له خوا کله چې د استرالیا د ۱۹۷۵ز کال د اساسي قانون لانجې خپل اعظمي حد ته رسېدلې وې، د لومړي وزیر په توګه له واکه هغه په جنجالي ډول له ګوښه کېدو سره هممهاله له منځه ولاړ. وایتلام د استرالیا یوازینی هغه لومړی وزیر دی چې په داسې بڼه له واکه لرې شوی دی.
ګوف وایتلام | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۱ جولای ۱۹۱۶[1][2][3][4][5] آسټراليا [6] |
مړینه | 21 اکتوبر 2014 (98 کاله)[2][3][4][5] سیدنی |
تابعیت | آسټراليا |
قد | 194 سانتي متره |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [7][8] |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د ویتنام جګړه ، دويمه نړېواله جګړه |
لاسليک | |
سمول |
وایتلام د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې، د څلورو کلونو لپاره د استرالیا په سلطنتي هوایي ځواک کې د هوايي پوځي الوتکو د پیلوټ په توګه خدمت وکړ او له جګړې وروسته یې د مدافع و;یل په توګه کار کاوه. هغه په ۱۹۵۲ز کال کې د لومړي ځل لپاره د استرالیا د استازو مجلس ته وټاکل شو، چې په دې سره د ویراوا د ضلعې لپاره د پارلمان غړی (MP) شو. وایتلام په ۱۹۶۰ز کال کې د کارګر ګوند د رییس مرستیال شو، د ارتور کالوېل له تقاعد کېدو وروسته د نوموړي ګوند منتخب مشر او د اپوزېسیون مشر شو. وایتلام د جان ګورټون پر وړاندې د لنډې مودې لپاره د ۱۹۶۹ز کال د فدرالي ټاکنو له بایللو وروسته، د د ۱۹۷۲ز کال په ټاکنو کې له ۲۳ کالو پرله پسې ائتلافي حکومت وروسته کارګر ګوند بریا ته ورساوه.
د وایتلام حکومت د جبري عسکري خدمت د خاتمې، د نړیوال روغتیایي مراقبت او د پوهنتون وړیا زده کړو او د حقوقي مرستو د پروګرامونو د پلي کولو په ګډون یو زیات شمېر نوي پروګرامونه او د پالیسۍ بدلونونه پلي کړل. له دې امله چې د اپوزېسیون له خوا د اداره کېدونکې مشرانو جرګې د بودیجې پاس کول له ځنډ سره مخ کړي وو، وایتلام په ۱۹۷۴ز کال کې د یو دوه اړخیزه انحلال د ټاکنو اعلان وکړ، په کومو کې چې هغه د استازو په مجلس کې یو څه راښکته شوی اکثریت تر لاسه کړ، او د سنا په مجلس کې یې درۍ چوکۍ خپلې کړې، که څه هم چې دا شمېر په سنا کې د اکثریت لپاره کافې نه و. د وایتلام حکومت له هغه وروسته لومړنۍ او یوازینۍ هغه ګډه ناسته چې د اساسي قانون د ۵۷مې برخې له مخې د دوه اړخیز انحلال د یوې برخې په توګه ممکنه شوې وه، راوغوښته.
د حکومت په دویمو ټاکنو کې له بریا سره سره، اپوزیسیون د حکومت د رسواییو او مخ پر ځوړ اقتصاد پر وړاندې د عکس العمل په توګه چې د ۱۹۷۳ز کال د نفتو د کړکېچ له کبله او د ۱۹۷۳ز کال څخه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د نړیوال رکود له کبله رامنځته شوی و، په مشرانو جرګه کې یې د دولت د برنامو پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو ته ادامه ورکړه.
د ۱۹۷۵ز کال په وروستیو کې، د اپوزیسیون سناتورانو د دولت تخصیصي بودیجو ته د رایې ورکولو اجازه ورنکړه او هغه یې له دولت څخه د پارلماني انتخاباتو ټاکنو ته د تګ له غوښتنې سره پارلمان ته مستردې کړې او په پایله کې یې د دولت عرضه رد کړه. وایتلام له هغه استدلال سره چې د ده دولت په پارلمان کې غوڅ اکثریت په واک کې درلود، دا کار د مشرانو جرګې له خوا باج اخیستنه وبلله او له یادې غوښتنې سره یې موافقت ونکړ. کړکېچ د نومبر میاشتې په نیمایي کې هغه وخت پای ته ورسېد چې نایب السلطنه سر جان کر هغه له خپل موقف څخه ګوښه او پر ځای یې د اپوزیسیو مشر مالکولم فریزر د سرپرست لومړي وزیر په توګه وګماره. کارګر ګوند په راتلونکو ټاکنو کې په غوڅه سره ماتې وخوړه. وایتلام د ۱۹۷۷ز کال په ټاکنو کې له یو ځل بیا ماتې وروسته، د کارګر ګوند له مشرۍ څخه استعفا وکړه او په ورپسې کال کې یې له پارلمان څخه تقاعد وکړ. په ۱۹۸۳ز کال کې د هاوک د حکومت په ټاکل کېدو سره، هغه په یونېسکو کې د سفیر په توګه وګمارل شو، هغه موقف چه ده په متمایز ډول ډک کړ او د یونېسکو د اجرایي کمېټې د غړي په ټوګه وټاکل شو. نوموړی د خپل ژوند د ۹مې لسیزې تر لومړیو پورې فعال پاتې شو. د هغه د وړتیا او له موقف څخه یې د ګوښه کېدلو د شرایطو او د هغه د دولت د میراث په اړه یې د ولسمشرۍ له پرېښودلو څخه ووسته د لسیزو لپاره څو څو ځله بحثونه شوي دي. سره له دې، ژورنالېست پاول کېلي ویلي دي چې، "په دې کې هېڅ شک نشته چې د هغه درۍ کلن دولت، د اصلاحاتو او نوښتونو په تړاو د استرالیا په تاریخ کې له بل هر دولت څخه ډېر مسئول و.[9]