ګېلبېرټ ډو موټیر، مارکیوس ډي لفایټي
From Wikipedia, the free encyclopedia
ماري جوزف پاول یویس روچ ګېلبېرټ ډو موټیر، مارکیوس ډي لا فایټ (د ۱۷۵۷ کال د سپټمبر ۶مه – د ۱۸۳۴ کال د مې ۲۰مه) چې په متحدو ایالتونو کې د لافایټ په نامه پېژندل کېږي، د فرانسې له یوې اشرافي کورنۍ څخه و. دی پوځي افسر و چې د امریکا په انقلابي جګړه کې وجنګېد او د «یارک ټاون» د محاصرې په ګډون یې په ډېرو جګړو کې د امریکايي ځواکونو قومانده پر غاړه لرله. فرانسې ته تر ستنېدو وروسته د ۱۷۸۹ کال د فرانسې په انقلاب او بیا وروسته د ۱۸۳۰ کال د جولای په انقلاب کې کې مهمه څېره وه. دی په دواړو هېوادونو کې یو ملي اتل بلل شوی دی.[1]
ګېلبېرټ ډو موټیر، مارکیوس ډي لفایټي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | سینه بغل |
تابعیت | فرانسه |
عملي ژوند | |
تعلیم | پاریس پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
وفاداري | د امریکا متحده ایالات |
مقام | تورن جنرال |
جګړه/جګړې | د امريکا انقلابي جګړه ، د فرانسې انقلاب |
لاسليک | |
سمول |
لافایټ د مرکزي فرانسې په سوېل کې د «اورګین» ایالت په «چاوانیک» سیمه کې په یوه بډایه کورنۍ کې وزیږېد. ښاغلي لافایټ د خپلې کورنۍ پوځي دود وپاله او په ۱۳ کلنۍ کې افسر شو. دی په دې باوري و چې د امریکا د انقلاب ارمان سپېڅلی دی او له همدې امله یې د ویاړ په لټه دا سفر پیل کړ. په ۱۹ کلنۍ کې لوی جنرال شو، خو په پیل کې د امریکايي ځواکونو قومنداني ور نه کړل شوه. د برانډي واین په جګړه کې ټپي شو، خو یو منظم شاتګ یې تنظیم کړای شو او د روډ ایسلنډ په جګړه کې یې سرلوړی خدمت وکړ. د جګړې په منځ کې د کښتۍ په مرسته خپل کور ته لاړ تر څو د فرانسې د ملاتړ ډېرولو لپاره لابي وکړي. په ۱۷۸۰ کال کې بېرته امریکا ته وګرځېد او په قارهيي پوځ کې لوړ منصبونه ورکړل شول. په ۱۷۸۱ کال کې په «ویرجنیا» کې د ده تر قوماندې لاندې سرتېرو د کارنوالس په مشرۍ ځواکونه تر هغه پورې بند کړل چې نور امریکايي او فرانسوي ځواکونه وکولای شي د «یارک ټاون» د مهمې محاصرې لپاره ځانونه ځای پر ځای کړي.
لافایټ فرانسې ته ستون شو او په ۱۷۸۷ کال کې د هغې سلطنتي شورا غړی وټاکل شو چې د مالي کړکېچ د حل لپاره جوړه شوې وه. په ۱۷۸۹ کال کې د املاکو عمومي غړی وټاکل شو چې دلته یې د فرانسوي ټولنې د درېیو دودیزو ډلو له استازو سره وکتل: پادریان (کشیشان) اشراف او عام خلک. د اساسي قانون د ملي شورا له جوړېدو وروسته يې د «توماس جېفرسن» په مرسته د بشري حقونو او خلکو د اعلامیې په لیکلو کې ونډه واخیسته. دغه سند د متحدو ایالتونو د خپلواکۍ له اعلامیې څخه په الهام او د طبیعي قانون پر استناد جوړ شوی و تر څو د ډيموکراټيک ملي دولت بنسټيز اصول رامنځته کړي. ښاغلي لافایټ د طبیعي حقونو فلسفې ته په پام سره د غلامۍ د پای ته رسولو غوښتنه هم وکړه. د باسټیل تر یرغل وروسته د فرانسې د ملي ګارډ قومندان وټاکل شو او هڅه یې وکړه چې د انقلاب د کلونو په لړ کې منځنۍ لاره خپله کړي. د ۱۷۹۲ کال په اګست میاشت کې یې تندلارو ډلو د نیولو امر وکړ او دی اتریشي هالنډ ته وتښتېد. هلته اتریشي ځواکونو ونیو او څه باندې پنځه کاله بند یې تېر کړ.
ښاغلی لافایټ د ناپلیون بناپارت لهخوا تر ازادېدو وروسته په ۱۷۹۷ کال کې فرانسې ته ستون شو، که څه هم د ناپلیون په دولت کې برخه اخیستل یې رد کړل. په ۱۸۱۴ کال کې د بورین تر بیا رغونې وروسته د استازو د جرګې لېبرال غړی شو او دا هغه موقف و چې د ژوند تر پایه په کې پاتې شو. په ۱۸۲۴ کال کې د وخت ولسمشر «جېمز مونرو» د ملت د مېلمه په توګه متحدو ایالتونو ته وباله، هلته یې تود هرکلی وشو او د اتحادیې ټول ۲۴ ایالتونه یې وکتل. د ۱۸۳۰ کال د فرانسې د جولای په انقلاب کې یې د فرانسې د دیکتاتور کېدو وړاندیز رد کړ او پر ځای یې د پاچا په توګه د «لویس فیلیپ» ملاتړ وکړ، خو کله چې پاچا مطلق خپلواک شو، د ده مخالفت یې وکړ. ښاغلی لافایټ د ۱۸۳۴ کال د مې میاشتې په ۲۰مه نېټه مړ شو او د پاریس ښار په «پیکوس» هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړی کله ناکله فرانسې او متحدو ایالتونو ته د خدمت له امله د «د دوو نړیو اتل» بلل کېږي.