یولیسیز سایمن ګرانټ
From Wikipedia, the free encyclopedia
یولیسیز اېس.ګرانټ ( ۲۷ اپریل ۱۸۲۲- ۲۳ جولای ۱۸۸۵ ز کال) امریکایي پوځي افسر او سیاستوال و، چې له ۱۸۶۹ ز کال څخه یې تر ۱۸۷۷ ز کال پورې د امریکې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. د ولسمشر په توګه، ګرانټ د مدني حقونو اغېزمن مدیر و چې د عدلیې وزارت یې جوړ او له راډیکال جمهوري غوښتونکو سره یې د بیارغونې د پېر پر مهال د افریقايي امریکایانو د خوندیتوب لپاره کار وکړ. هغه د پوځ د قوماندان په توګه په ۱۸۶۵ ز کال کې د امریکا په کورنۍ جګړه کې د اتحادیې ځواکونه بریا ته ورسول او له هغې وروسته یې د لنډ مهال لپاره د دفاع د وزیر په توګه خدمت وکړ.
یولیسیز سایمن ګرانټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | |
استوګنځای | نيويارک |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
قد | 175 سانتي متره |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
واک | |
عملي ژوند | |
تعلیم | د متحده ایالاتو پوځي اکاډمي |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د امریکا کورنۍ جګړه د مکسیکو او امریکا جګړه |
لاسليک | |
سمول |
ګرانټ په اوهایو کې لوی شو، هغه په آس زغلونه کې لوړ مهارت درلود. نوموړی ویسټ پاینټ ته شامل شو، په ۱۸۴۳ ز کال کې په ۲۱ مه درجه فارغ شو او د امریکا – مکسیکو په جګړه کې یې غوره خدمت وکړ. په ۱۸۴۸ ز کال کې یې له جولیا ډېنټ (Julia Dent) سره واده وکړ، هغوی دواړو څلور ماشومان لرل. ګرانټ په ۱۸۵۴ ز کې له پوځ څخه استعفا ورکړه او له خپلې کورنۍ سره یوځای شو، خو په غربت کې یې ژوند وکړ. هغه په ۱۸۶۱ زکال کې د کورنۍ جګړې له پیل وروسته د اتحادیې له ځواکونو سره یوځای شو او په ویسټرن تیاتر (Western Theate) عملیاتو کې د اتحادیې د لومړنیو بریاوو په ترلاسه کولو سره یې شهرت وموند. په ۱۸۶۳ زکال کې یې وېکس برګ (Vicksburg campaign) عملیات رهبري کړل، چې له امله یې په میسي سيپي سیند (Mississippi River) کنټرول ترلاسه کړ. په چټانوګا (Chattanooga) عملیاتو کې له بریا وروسته ولسمشر ابراهام لېنکولن ورته د ډګر جنرالۍ رتبه ورکړه. د دیارلسو میاشتو لپاره، ګرانټ له رابرټ اي.لي (Robert E. Lee) سره په پیټرزبرګ (Petersburg) کې له تلفاتو ډکه ځمکنۍ جګړه وکړه. وروسته له هغه چې لي له پیټرزبرګ څخه وتښتېد، ګرانټ نوموړي ته په اپوموټوکس (Appomattox) جګړه کې ماتې ورکړه. د ۱۸۶۵ ز کال د اپرېل په ۹ مه نېته، لي په رسمي ډول ګرانټ ته تسلیم شو. یوه اونۍ وروسته، لېنکولن ترور شو او اندرو جانسن د ولسمشر ځای ناستی شو، هغه په ۱۸۶۶ زکال کې ګرانټ ته د ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه ارتقا ورکړه. وروسته ګرانټ په ښکاره ډول له ولسمشر جانسن سره د هغه د بیارغونې د پالیسیو اړوند مخالفت وکړ؛ ګرانټ د افریقایي امریکايي وګړو د مدني حقونو د ورکولو په برخه کې د بیارغونې له قانون ګټنه وکړه، کوم چې د جانسن د ویټو کولو له امله تصویب شوی و.
د جګړې اتل، ګرانټ د دندې پر وړاندې د هغه د احساس له امله، د جمهوري غوښتونکو ګوند له خوا د رایو په اکثریت ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند شو چې په ۱۸۶۸ ز کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ولسمشر په توګه هغه له جنګ وروسته ملي اقتصاد باثباته کړ، د کانګرس د بېرته جوړېدو ملاتړ یې وکړ، د اساسي قانون ۱۵ مه اصلاحیه یې تصویب او کو کلاس کلان (Ku Klux Klan) ترهګره ډله یې له منځه یووړه. د ګرانټ تر مشرۍ لاندې اتحادیه په بشپړه توګه بېرته ورغول شوه. هغه افریقایي امریکایان او یهود امریکایان په لوړو فدرال څوکیو وګمارل. په ۱۸۷۱ زکال کې ګرانټ د مدني خدمتونو لومړنی کمیسیون جوړ کړ، چې د پخوانیو مشرانو په پرتله یې مدني خدمتونو ته ډېر کار وکړ. لیبرال جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان د ۱۸۷۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه له سیال سره ودرېدل، خو ګرانټ په آسانۍ سره بیاځلي وټاکل شو.
ګرانټ د تقاعد پر مهال، لومړنۍ ولسمشر و چې د نړۍ د لیدو په موخه یې خپل سفر پیل کړ، له ملکې ویکټوریا سره یې سهارنۍ وخوړه او د نړۍ له ګڼ شمېر مخکښو مشرانو سره یې ولیدل. په ۱۸۸۰ ز.کال کې ګرانټ وه نه توانېد په ولسشمریزو ټاکنو کې د دریم ځل لپاره د نوماندۍ په موخه د جمهوري غوښتونکي ګوند رایه خپله کړي. هغه د خپل ژوند په وروستي کال کې له ګڼ شمېر مالي ستونزو او د ستوني له وژونکي سرطان سره لاس او ګرېوان و، هغه د خپلو خاطراتو کتاب ولیکه، چې د ده لپاره د شدیدو نیوکو او مالي برلاسي توب لامل وګرځېد. د هغه د مړینې پر مهال، نوموړی د ملي وحدت د سمبول په توګه وپېژندل شو. ګرانت یو مډرن جنرال او "ماهر رهبر و چې د ستراتېژي او تاکتیک په برخه کې یې طبیعي وړتیا لرله". د نوموړي ولسمشري د تاریخي ارزونو له مخې ټیټ ځایګی درلود، په ۱۹۹۴ او ۱۹۹۶ زکلونو کې ۳۸ م، خو په وروستیو کلونو کې یې ځایګی لوړ شو په ۲۰۱۸ زکال کې یې ۲۱ او په ۲۰۲۱ ز کال کې یې ۲۰ م ځایګی ترلاسه کړ، له دې سره چې نوي تاریخ پوهان د ده دواړه پړاوه ولسمشري بریالۍ بولي. د ده د ولسمشرۍ په بریاوو کې د کلان (Klan) سره قانوني چلند، له تور پوستو سره د انسانانو او امریکایانو په توګه چلن، د اصلي امریکایانو اړوند نوښتګره پالیسي، په سوله ییز ډول د آلاباما د دعوا او په ۱۸۷۶ کال کې د جنجالي ولسمشریزو ټاکنو د ستونزو حل شاملېږي.