اندرا ګاندي
From Wikipedia, the free encyclopedia
اندرا پرایادارشیني ګاندي (په هندي: [ˈɪnd̪ɪɾɑː ˈɡɑːnd̪ʰi]، چې کورنی نوم یې نهرو و؛ زوکړه د ۱۹۱۷ز کال د نومبر ۱۹مه ـــ مړینه د ۱۹۸۴ز کال د اکتوبر ۱۳مه) یوه هندۍ سیاستواله او د هند په ملي کانګرس کې یوه مرکزي څېره وه. نوموړې په ۱۹۶۶ز کال کې د هندوستان د دریمې لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه او او تر نن پورې د هند یوازینۍ ښځینه لومړۍ وزیره وه. ګاندي د هندوستان د لومړني صدر اعظم یا لومړي وزیر، جواهر لعل نهرو، لور وه. هغې د ۱۹۶۶ز کال له جنوري څخه د ۱۹۷۷ز کال تر مارچ پورې او بیا ځلي د ۱۹۸۰ز کال له جنوري څخه د ۱۹۸۴ز کال په اکتوبر کې د هغې تر ترور کېدو پورې د لومړۍ وزیرې په توګه خدمت وکړ، چې په دې سره له خپل پلار وروسته دویم کس دی چې د لومړي وزیر په سمت کې د تر ټولو ډېر وخت لپاره پاتې شوې ده.
اندرا ګاندي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | اله اباد [1] |
مړینه | نوي دهلي |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم |
استوګنځای | نوي دهلي |
تابعیت | هند (۲۶ جنوري ۱۹۵۰–)
برېتانوي هند (–۱۴ اگسټ ۱۹۴۷) د هند اتحاد (۱۵ اگسټ ۱۹۴۷–۲۶ جنوري ۱۹۵۰) |
اولاد | راجیو ګاندي |
پلار | جواهر لال نهرو [2][3] |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | هندي |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | سياست [4] |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
له ۱۹۴۷ز کال څخه تر ۱۹۶۴ز کال پورې د نهرو د صدر اعظمۍ د دورې په بهیر کې، ګاندي د هغه یوه کلیدي مرستیاله ګڼل کېده او په زیات شمېر بهرنیو سفرونو کې یې د هغه ملتیا کوله. نوموړې په ۱۹۵۹ز کال کې د هند د ملي کانګرس مشره وټاکل شوه. په ۱۹۶۴ز کال کې د هغې د پلار په مړینه پسې متصل، نوموړې د راجیه سبها (د عالي مجلس یا د مشرانو جرګې) غړې او همدارنګه د د اطلاعاتو او خپرونو د وزیرې په توګه د لعل بهادر شاستري د کابینې غړې شوه. د کانګرس د ګوندونو تر منځ د پارلمان د رییس د ټاکلو په ټاکنو کې چې د ۱۹۶۶ز کال په لومړیو کې (د شاستري له مړینې ژر وروسته) تر سره شوې، نوموړې خپل رقیب موراجي دېسای ته په ماتې ورکولو سره رییسه شوه، په دې توګه د هند د لومړۍ وزیرې په توګه د شاستري له مړینې وروسته، د هغه ځای ناستې شوه.
اندرا ګاندي چې کله لومړۍ وزیره وه، د خپل مصلحت نه منونکي سیاست او د قدرت د نامتوازن مرکزي کولو لپاره یې شهرت درلود. هغې د ازادۍ د غورځنګ، او د پاکستان په ختیځ کې د ازادۍ د جګړې په ملاتړ کولو سره له پاکستان سره جګړه انتخا کړه، کومه چې د هند په بریا او د بنګلدېش په رامنځته کېدو تمامه شوه او همدارنګه د هند نفوذ یې تر داسې یوې نقطې پورې زیات کړ چې د سویلې اسیا په یوازیني سیمه ییز ځواک بدل شو. ګاندي د بېلتون غوښتونکو تمایلاتو په استناد او د انقلاب لپاره د کمپاین په ځواب کې له ۱۹۷۵ز کال څخه تر ۱۹۷۷ز کال پورې اضطراري حالت پلی کړ، چې اساسي مدني ازادۍ پکې له تعلیق سره مخ شوې او رسنۍ سانسور شوې. د یاد اضطراري حالت په بهیر کې په پراخه کچه جنایتونه تر سره شول. په ۱۹۸۰ز کال کې، هغه له ازادو او عادلانه ټاکنو په ترڅ کې بېرته قدرت ته راستنه شوه. وروسته له هغې چې ګاندي د آبي ستوري په عملیاتو (Operation Blue Star) کې په ګلډن معبد کې د پوځي اقدام امر وکړ، د ۱۹۸۴ز کال د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د خپلو ساتونکو او سېک ملتپالو له خوا ترور کړای شوه. [5]
په ۱۹۹۹ز کال کې، اندرا ګاندي په یوه انلاین نظر سنجۍ کې چې د بي بي سي له خوا په لاره اچول شوې وه، "د زریزې د مېرمنې" په توګه ونومول شوه. په ۲۰۲۰ز کال کې، ګاندي د ټایم مجلې له خوا د نړۍ د هغو ۱۰۰ ښځو په منځ کې ونومول شوه چا چې تېره پېړۍ تعریف کړېده.[6][7]