واگ
From Wikipedia, the free encyclopedia
سياست له پریکړو سره ملګري د فعاليتونو يوه ټولګه ده، دا فعاليتونه د افرادو تر منځ يا په ډله یيز ډول وي یا د ځواک د اړيکو په نورو بڼو، لکه: د سرچينو او حيثيت وېشل. د ټولنيزو علومو هغه برخه سياسي علوم بلل کېږي چې، سياست او حکومت تر څېړنې لاندې نيسي.
سياست په مثبت ډول، «دسياسي حل لارې» په معنا هم کارېدای شي چې سياسي حل لاره روغه جوړه او عدم تشدد دی، يا په تشرېحي ډول په دې ډول چې «د حکومت کولو د علم هنر»، خو ډېر ځله منفي اړیکه ورکول کېږي. د بېلګې په ډول: د مریيتوب د لغوه کولو د خوځښت غړی «وينډل فيليپس» وايي چې: «موږ سياست نه کوو، زموږ په وړاندې د مریيتوب مخالفت مسخرې نه دي». د سياست مفهوم په بېلا بېلو لارو تعريف شوی دی او بېلا بېل مفاهيم په بنسټيز ډول نظرياتو ته بدلون ورکوي، چې ايا په پراخ ډول وکارول شي، که په محدود ډول، په تجربي ډول، که په قانوني ډول او ایا په سياست کې همکاري ډېره مهمه ده او که ټکر رامنځ ته کېدل.[1][2][3]
په سياست کې يو لړ لارې چارې برابرې شوې دي، د خلکو په منځ کې خپلو سياسي اندونو ته وده ورکول، له نورو سياسي هدفونو سره مذاکرات، قوانين جوړول او د مخالفتونو پر ضد د جګړو په ګډون د زور کارول شامل دي. سياست په پراخه ټولنيزو سطحوعملي کېږي، د دودېزو ټولنو له قومونو او قبېلو نيولې، د سيمه یيزو حکومتونو له لارې، په شرکتونو او ادارو کې د خپلواکو حکومتونو په کچه او بیا تر نړيوالې سطحې. په مډرونو ملي هېوادونو کې، ډېر ځله خلک د خپلو نظرياتو د استازولۍ لپاره سياسي ګوندونه جوړوي. د يوه ګوند غړي ډېر ځله موافقه کوي، تر څو د ډېرو مسائلو په اړه يو شان درېځ ونيسي او موافقه کوي چې په قانون کې د هماغو ټاکلو بدلونونو ملاتړ وکړي او له هماغو ټاکلو مشرانو سره موافقه کوي. ټاکنې په عمومي توګهً د بېلا بېلو ګوندونو تر منځ سيالي وي. [4][5][6][7][8]
يو سياسي نظام هغه چوکاټ دی، کوم چې په یوه ټولنه کې د منلو وړ سياسي لارې چارې تعريفوي. د سياسي افکارو تاريخ تر لرغونې زمانې رسېږي، هغه مهال مهم کارونه شوي ، لکه په لویديځ کې د اپلاتون جمهوريت او د ارستو سياست او په ختيځ کې د کنفيوشس سياسي نسخه او د سند «ارتاشاسټرا». [9]