فرانسوا مېتراند
From Wikipedia, the free encyclopedia
فرانسوا مري ادریان موریس مېتراند (د ۱۹۱۶ کال د اکتوبر له ۲۶ – د ۱۹۹۶ کال د جنوري تر ۸) یو فرانسوی سیاستوال و چې له ۱۹۸۱ کال تر ۱۹۹۵ کال پورې یې د فرانسې د ولسمشر په توګه خدمت وکړ، چې د د فرانسې په تاریخ کې ترټولو اوږده دوره ګڼل کېږي. نوموړی د سوسیالیست ګوند لومړی منشي او لومړی کیڼ اړخی سیاستوال و چې د پنځم جمهوریت تر سیوري لاندې یې د ولسمشرۍ دنده په غاړه واخیسته.
فرانسوا مېتراند | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | پاريس [1] | ||||||
د مړینې لامل | د پروستات سرطان | ||||||
تابعیت | فرانسه | ||||||
طبی کیفیت | سرطان (۱۹۸۱–) | ||||||
واک | |||||||
د فرانسې ولسمشر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۱ مې ۱۹۸۱ – ۱۷ مې ۱۹۹۵ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | |||||||
د کړنې څانګه | سياست [1] | ||||||
پوځي خدمت | |||||||
جګړه/جګړې | د الجزاير جګړه ، دويمه نړېواله جګړه | ||||||
لاسليک | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
میتراند چې د خپلې کورنۍ تر اغېز لاندې و، په کاتولیک ملتپال اړخ کې یې سیاسي ژوند پیل کړ. په لومړیو کلونو کې نوموړي د ویچي د رژیم تر سیوري لاندې دنده پر مخ یوړه. وروسته له مقاومت سره یو ځای شو او کیڼ اړخ ته لاړ چې د څلورم جمهوریت په اوږدو کې یې څو ځلې د وزارت دنده په غاړه واخیسته. میتراند د چارلس دی ګول د پنځم جمهوریت له بنسټ سره مخالفت وکړ. که څه هم ځينې وختونه له سیاسي اړخه د منزوي شخصیت په بڼه لېدل کېډه، خو هغه د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۴ کلونو په ولسمشریزو ټاکنو کې د کیڼ اړخو د بېلګې مشر په توګه خپل سیالان مات کړل، چې ورسته د ۱۹۸۱ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ولسمشر وټاکل شو. نوموړي په ۱۹۸۸ کال کې د دوهم ځل لپاره ټاکنې و ګټلې او تر ۱۹۹۵ کال پورې په دې چوکۍ کې پاتې شو.
میتراند په خپل لومړي حکومت کې کمونست ګوند ته بلنه ورکړه، چې په هغه وخت کې یوه جنجالي پرېکړه ګڼل کېده. په دې لړ کې، کمونیستان د ټیټ پوړو ملګرو په توګه وټاکل شول او د دې پرځای چې ګټور ثابت شي، د دوی ملاتړ یې له لاسه ورکړ. په ۱۹۸۴ کال کې دوی کابینه پرېښوده. نوموړي د خپلې لومړۍ دورې په پیل کې، د مهمو شرکتونو د ملي کولو په ګډون، کیڼ اړخه سخت دریځه اقتصادي سیاستونه په لاره واچول، خو دوه کاله وروسته، اقتصاد له ناورین سره مخ شو او هغه خپل دریځ بدل کړ. هغه ټولنیز لیبرال سیاست له اصلاحاتو سره، لکه د اعدام د سزا لغوه، ۳۹ ساعته کاري اونۍ او په راډیو او تلویزیون کې د دولتي انحصار پای، پیل کړ. د نوموړي بهرنۍ او دفاعي سیاست د خپلو مخکېنیو ګولیسټ پلوه په بڼه ترتیب شوی و، چې یوازې هغوی د اروپایې ادغام د ملاتړ لپاره لږ لېوالتیا درلوده، خو د نوموړي دا لېوالتیا لوړه وه. د جرمني د لوموړي وزیر هیلموت کوهل سره د هغه ملګرتیا د ماستریخت د تړون له لارې د اروپا ادغام ته وده ورکړه، خو هغه د جرمني د یوالی منلو ته لېوالتیا نه درلوده. د خپلې دورې په اوږدو کې، هغه د دود یو پیاوړی ملاتړی و او یو لړ لوړلګښته "لویې پروژې" یې پلې کړې. هغه د فرانسې یوازینی ولسمشر دی چې په ۱۹۹۱ کال کې یې ښځینه لومړۍ وزیره، ایډیت کریسون ټاکلې ده. میتراند دوه ځله د پارلماني اکثریت له لاسه ورکولو له امله اړ شو چې په ترتیب سره له ژاک شېراک (۱۹۸۶ – ۱۹۸۸) او اېدوارد بالادور (۱۹۹۳ – ۱۹۹۵) سره د محافظه کاره کابینې تر مشرۍ لاندې "ګډ حکومتونه" را منځ ته کړي. تر اته میاشتو لږ وروسته کله چې هغه خپل دفتر پرېښود، د پروستات سرطان له امله مړ شو چې هغه په ځېرکتیا سره د خپلې ولسمشرۍ په موده کې دا ناروغي پټه ساتلې وه.
فرانسوا میتراند د دې ترڅګ چې د فرانسوي کیڼ اړخ ته یې د ټاکلو وړتیا وروبښه، د کیڼ د ځواکمنتیا لپاره د سوسیالیست ګوند د ظهور او د یو ځواکمن کمونیسټ ګوند د زوال په اوږدو کې یې دنده ترسره کړه. (کمونیست ګوند د ولسمشرۍ په لومړي پړاو کې د ټولورایو ۲۱.۲۷ سلنه د ونډه درلوده، چې د میتراند د دویمې دورې په پای کې، په ۱۹۹۵ کال کې ۸.۶۶ سلنې ته را ټيه شوه.)