والیري جسکار ديستن
From Wikipedia, the free encyclopedia
والیري ریني مري جورجز جسکار ديستن (د ۱۹۲۶ کال د فبروري له ۲ – د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر تر ۲) د جسکار یا VGE په نوم هم پېژندل کېږي، یو فرانسوی سیاستوال و چې له ۱۹۷۴ کال تر ۱۹۸۱ کال پورې یې د فرانسې د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. [3][4][5][6]
والیري جسکار ديستن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | کویډ–19 [1] |
تابعیت | فرانسه |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | سياست [2] |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هغه د لومړي وزیر ژاک شابان - دیلماس او پیری میسمر تر واک لاندې یې د مالیې د وزیر په توګه دنده ترسره کړه، وروسته نوموړی د سوسیالیست ګوند د نوماند فرانسوا میتراند پروړاندې د ۵۰.۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو د ۱۹۷۴ کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې. د هغه دوره د ټولنیزو موضوعاتو پر وړاندې – لکه طلاق، د امیندوارۍ کنترول او سقط - او د هېواد او د ولسمشرۍ دفتر د عصري کولو هڅې، په ځانګړې توګه لرې پرتو زیربناوو ته د چټګ اورګادې د پروژو څارنه او همدارنګه د فرانسې د انرژي د اصلي سرچینې په توګه په هستوي برېښنا د اتکا له اړخه، ډېره لیبرال دریځه دوره په ګوته شوې ده. جسکار دیستین د پاریس په سیمه کې د لوی قوس یا Grande Arche، د میوزې دورسې موزیم، د عربي نړۍ انستېتیوت او د ساینس او صنعت د ښارګوټي پروژې په لاره واچولې او وروسته د فرانسوا میتراند په لویو پروژو کې هم شاملې شوې. هغه سوداګریزې آزادی ته وده ورکړه. خو د هغه شهرت د اقتصادي زوال له امله خراب شو چې د ۱۹۷۳ کال د انرژۍ ناورین له هغه سره مل شو چې د دېرشو پرتمینو کلونو (له ۱۹۴۵ کال وروسته د نېکمرغې دېرش ویاړلي کلونو) پای شو. هغه اړ شو چې د بودجوي لګښت ریاضتي سیاست غوره کړي او د بودجوي کسر د مخنیوي لپاره د وزګارۍ زیاتوالي ته اجازه ورکړي. جسکار دستن د دواړو اړخونو د سیاسي مخالفت په مرکز کې راغئ: د فرانسوا میتراند په مشرۍ د نوي متحد کیڼ اړخ ګوند او د پرمختګ په حال کې د ژاک شېراک له خوا چې د ښي اړخه اپوزیسیون پر لیکه یې ګالیسزم بېرته ژوندی کړ. په ۱۹۸۱ کال کې، د لوړ محبوبیت تر څنګ، نوموړي په ۴۸.۲ سلنه رایو د میتراند په وړاندې په دوهم پړاو کې ماتې وخوړه.
جسکار دیستن د ولسمشري پر مهال د اروپایی هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته، په ځانګړې توګه د لویدیځ جرمني سره په ګډون کې، وده ورکړه. د پخواني ولسمشر په توګه د اساسي قانون د شورا غړی و. نوموړی د ۱۹۸۶ کال څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې د اوېورګن د سیمه ایزې شورا د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړه. د اروپا د ادغام په بهیر کې یې ونډه درلوده، او په ځانګړې توګه یې د اروپا د راتلونکي په اړه د کنوانسیون مشري وکړه چې د اروپا د اساسي قانون د ترتیب لپاره یې بدمرغه تړون ترتیب کړ. نوموړي په ۲۰۰۳ کال کې، د فرانسیس اکاډمۍ د غړي په توګه و ټاکل شو او هغه چوکۍ یې ترلاسه کړه چې د هغه ملګري او د سینیګال پخواني ولسمشر لیوپولډ سیدار سینګور مخکې په غاړه درلوده. جسکار د فرانسې په تاریخ کې تر ټولو اوږد عمره ولسمشر (۹۴ کاله او ۳۰۴ ورځې) ګڼل کېږي.