![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/1/14/Nelson_Mandela-2008_%2528edit%2529.jpg/640px-Nelson_Mandela-2008_%2528edit%2529.jpg&w=640&q=50)
نېلسن مانډېلا
From Wikipedia, the free encyclopedia
نیلسن رولیهلاهلا مانډېلا (۱۸ جولای ۱۹۱۸- ۵ ډسمبر ۲۰۱۳) د سویلي افریقا د اپارټاید ضد انقلاب سرلاری، واک چلونکی او ملت پاله شخصیت و چې د ۱۹۹۴ کال څخه یې تر ۱۹۹۹ کال پورې د سویلي افریقا د لومړي ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. هغه د لومړي تور پوستي ولسمشر په توګه د بشپړو دیموکراتیکو ټاکنو په پایله کې وټاکل شو. د ده دولت د نژادي یووالي په رامنځته کولو سره د اپارټاید د پاتې شونو په له منځه وړو ځانګړی پام درلود. د ایدیالوژي له مخې افریقايي ملت پال او سوسیالیست و چې د افریقا د ملي کانګرس (African National Congress) د مشر په توګه یې له ۱۹۹۱ څخه تر ۱۹۹۷ پورې دنده ترسره کړه.[1]
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/1/14/Nelson_Mandela-2008_%28edit%29.jpg/640px-Nelson_Mandela-2008_%28edit%29.jpg)
د زوها (Xhosa) ژبې ویونکی، مانډېلا د سویلي افریقا د اتحادیې په مېوزو کلي کې د تېمبو قوم په سلطنتي کورنې کې وزېږېد او وړاندې تر دې چې جوهانزبرګ کې د وکیل په توګه دنده ترسره کړي په فورت هېر او وېټواټرسرند پوهنتونونو(University of Fort Hare، University of Witwatersrand) کې یې قانون ولوست. نوموړی هلته د استعمار ضد او افریقايي ملت پاله سیاستونو سره بوخت شو او په ۱۹۴۳ کال کې له ANC سره یوځای شو چې ورپسې یې په ۱۹۴۴ کال کې د ځوانانو ډله جوړه کړه. وروسته له هغې چې د سپین پوستو ملي ګوند په یوازې توګه دولت جوړ او د اپارټایډ یعنې د نژادي توپیر هغه سیستم چې سپین پوستي یې غوره بلل، بنسټ کېښودل شو، مانډېلا او د افریقا ملي کانګرس دې ته ژمن شول چې دولت به له منځه وړي. هغه د افریقا د ملي کانګرس د ترانسوال استازولۍ د مشر په توګه وټاکل شو، وروسته له هغه چې په ۱۹۵۲ کال کې یې د ظالمانه قوانینو پر ضد کمپاین او د ۱۹۵۵ کال د خلکو په کانګرس کې برخه واخیسته شهرت ته ورسېد. نوموړی په مکرر ډول د جنجال جوړونکو چارو د ترسره کولو په تور ونیول شو چې د ۱۹۵۶ کال د خیانت په محکمه کې له دغو تورونو پاک ووت. له مارکسیزم نه په اغېزمنتیا هغه په پټه د سویلي افریقا له کمونیست ګوند (SACP) سره یوځای شو. په داسې حال کې چې هغه د عدم تشدد پلوی و، اما وروسته له هغه چې له کمونیست ګوند سره اړیکې پیدا شوې، په ۱۹۶۱ کال کې یې د سویلي افریقا د ملي کانګرس وسله واله نظامي څانګه جوړه کړه او د دولت پر ضد یې د سبوتاژ کولو مبارزه پیل کړه. په ۱۹۶۲ کال کې په ریوونیا ایالت کې د دولتي واکمنۍ د له منځه وړو په تور د هماغه ایالت په محکمه کې په عمري بند محکوم شو.
مانډېلا د روبین ټاپو په پولسمور او ویکتور وریستر بندخونو کې ۲۷ کاله تېر کړل. خو په ۱۹۹۰ کال کې د داخلي او نړیوالو فشارونو سربېره د نژادي جګړې د رامنځته کېدو د ګواښ له امله ولسمشر فریدریک ویلیام دیکلېرک (F. W. de Klerk) نوموړی خوشی کړ.
مانډېلا د خپل ژوند په ډېره موده کې د بحث وړ څېره وه. له دې سره چې د ښي لوري منتقدینو هغه د یو کمونېست ترهګر په توګه باله، خو د کیڼ لوري افراطي پلویانو بیا هغه د اپارټایډ له ملاتړو سره د خبرو او سولې کولو لېوال ګاڼه، خو د خپلو فعالیتونو له مخې له نړیوال هرکلي سره مخ شو. نوموړی چې د دېموکراسي او ټولنیز عدالت نمونه بلل کېږي، د نوبل جایزې سربېره له ۲۵۰ څخه زیات ویاړونه ګټلي. په سویلي افریقا کې ورته ځانګړی احترام کېږي، چې تر ډېره په مادیبا نوم چې تمبو قبیلې ته اړوند دي پېژندل کېږي، همدارنګه نوموړی د "ملت د پلار" په نوم هم یادېږي.